دپاکستان دبلوچستان صوبې لوړرتبه مسول تښتول شوی .
Mar 15, 2017 07:59 Asia/Kabul
-
په ټول پاکستان کښې دنفوسو شپږمه() شمیرنه پیل شوي ده .
زمونږخبریال وایی وسله والو کسانو دپاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کښې په سبزال واټ کښې د صوبې دلوړو زده کړو سیکرټر عبدالله جان دفتر ته دتلو په وخت وتښتوه .
دپاکستان دبلوچستان صوبې اعلی وزیر ثنا الله زهری د پولیسو مشر ته حکم ورکړی دی چې د لوړو زده کړو د سیکرټر د زر خوشی کیدا لپاره اقدامات وکړی .
د پاکستان دبلوچستان صوبې د لوړو زده کړو د سیکرټر عبدالله جان د ځاې ځایکی دمعلوملو لپاره دکویټه په بیلابیلو سیمو کښې دپلټنې عملیات پیل شوی دی .
دپاکستان دبلوچستان صوبې دلوړو زده کړو سیکرټر په داسې حال کښې تښتول شوی دی چې په ټول پاکستان کښې دنفوسو شپږمه() شمیرنه پیل شوی ده او د زده کړې دادارې په شمول ګڼ شمیر حکومتی کارکونکی په دغه شمیرنې کښې ګډون کوی .