په پاکستان کښې درې ترهګر اعدام شول .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i43014-په_پاکستان_کښې_درې_ترهګر_اعدام_شول_.
زمونږخبریال وایی دپاکستان درې (۳)ترهګر چې په پوځیانو او د استخباراتی ادارو په کسانو دحملو په شمول ترهګرۍ ته اړونده په بیلابیلو جرمونو کښې یې لاس درلود نن سهار دپنجاب صوبې په ساهیوال زندان کښې په دار وځړول شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 15, 2017 08:23 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې ډیرې ترهګرې ډلې په پوره ازادې سره ترهګر فعالیتونه کوي او خلک وژني .
    په پاکستان کښې ډیرې ترهګرې ډلې په پوره ازادې سره ترهګر فعالیتونه کوي او خلک وژني .

زمونږخبریال وایی دپاکستان درې (۳)ترهګر چې په پوځیانو او د استخباراتی ادارو په کسانو دحملو په شمول ترهګرۍ ته اړونده په بیلابیلو جرمونو کښې یې لاس درلود نن سهار دپنجاب صوبې په ساهیوال زندان کښې په دار وځړول شول .

دوه(۲) ترهګر سید زمان خان او محمد ذیشان د حرکت جهاد اسلامی ډلې غړی وو او دریم(۳) ترهګر  چې نوم یې نه دی ښودل شوی د طالبانو ډلې غړی وو.

دپاکستان دپوځ دعمومی اړیکو دفتر ایی ایس پی ار(ISPR) وویل دغو دریو(۳) ترهګرو چې اوس اعدام شوی دی په وسله والو ځواکونو او داستخباراتی اداروپه کسانو په حملو کښې په لاس لرلو اعتراف کړی دی .

په پاکستان کښې ډیرې ترهګرې ډلې چې وهابی تکفیری تفکر لری او له سعودی عربستان او نورو عربو هیوادونو مالی مرستې ترلاسه کوی په ډیرې ازادې سره ترهګر فعالیتونه کوی او خلک وژنی .