په پاکستان کښې دنفوسمو شیمرنه پیل شوی ده .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i43018-په_پاکستان_کښې_دنفوسمو_شیمرنه_پیل_شوی_ده_.
زمونږ خبریال وایی له نولس(۱۹) کلونو وروسته په ټول پاکستان کښې دنفوسو شمیرنه (مردم شماری )پیل شوی ده او دغه چاره به دمی دمیاشتې تر پینځویشمې (۲۵)نیټې پورې بشپړه شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 15, 2017 08:51 Asia/Kabul
  • د نفوسو دشمیرنې لپاره کامپیوټري شناختي کارډ ضروري نه دی بلکې زاړه شناختي کارډونه ، ب فورمونه (Form-B)، پاسپورټ او یا بل کوم سند کافي دی .
    د نفوسو دشمیرنې لپاره کامپیوټري شناختي کارډ ضروري نه دی بلکې زاړه شناختي کارډونه ، ب فورمونه (Form-B)، پاسپورټ او یا بل کوم سند کافي دی .

زمونږ خبریال وایی له نولس(۱۹) کلونو وروسته په ټول پاکستان کښې دنفوسو شمیرنه (مردم شماری )پیل شوی ده او دغه چاره به دمی دمیاشتې تر پینځویشمې (۲۵)نیټې پورې بشپړه شی .

دپاکستان په مختلفو ښارونو او سیمو کښې حکومتی کارکونکو ته دنفوسو دشمیرلو لپاره  ضروری تجهیزات ورکړل شوی دی .

دپاکستان د نفوسو په دغه شمیرنې کښې به خصوصې فورمونه(Special Forms)  او نوی ټیکنالوژۍ او تجهیزات وکارول شی چې هیڅوک دشمیرنې په پروسې اعتراض ونکړی .

ویل کیږی چې په پاکستان  کښې دنفوسو دشمیرنې لومړنی پړاو به داپریل دمیاشتې ترپینځلسمې(۱۵) او دوهم (۲)پړاو به هم دمی دمیاشتې تر پینځویشتمې(۲۵) نیټې پورې  سر ته ورسیږی .

دپاکستان دخزانې وزیر اسحاق ډار ویلی دی د نفوسو دشمیرنې لپاره کامپیوټری شناختی کارډ ضروری نه دی بلکې زاړه شناختی کارډونه ، ب فورمونه (Form-B)، پاسپورټ او یا بل کوم سند کافی دی .