دپاکستان پوځ دعربستان لاسپوڅی دی .
-
سعودي عربستان په ټولو اسلامي هیوادونو کښې دترهګرو ډلو اصلي جوړونکی او د جنګونو د رامینځته کولو اصلي رژیم دی .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان دمشرانو جرګې پخوانی غړی رضا محمد رضا نن په یوې (۱)مرکې کښې وویل ددغه هیواد پوځ دسعودی عربستان دچارواکو په ساتلو کښې اصلی رول لوبولی دی او په تیر وخت کښې یې هم په سیمه په تیره افغانستان کښې دعربستان پروګرامونه پلی کړی دی .
هغه وویل د پاکستان دپوځ پخوانی مشر جنرال راحیل شریف چې ځان یې د هیواد دسرحدونو ساتلو او ملی ګټو ته ترټولو ژمن کس بللو دسعودی رژیم د امنیت دتامینولو لپاره له ترهګرۍ سره دتش په نامه د ائتلاف قوماندنۍ پرغاړه اخیستی ده .
دپاکستان دمشرانو جرګې پخوانی غړی رضا محمد رضا دپوځ دپخوانی مشر جنرال راحیل شریف دغه اقدام چې دامریکا په ملاتړ سره شوی دی له اسلامی امت او اسلامی هیوادونو سره خیانت وباله .
سعودی عربستان په رسمی ډول له پاکستان غوښتی دی دپوځ پخوانی مشر راحیل شریف په یمن کښې دجنګ قوماندنۍ پرغاړه واخلی .
سعودی عربستان په ټولو اسلامی هیوادونو کښې دترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او د جنګونو د رامینځته کولو اصلی رژیم دی .