پاکستان سعودی عربستان ته د پوځیانو د استولو فیصله کړی ده .
-
ځينې خبرونه وايي چې دپاکستان ډیر پوځیان اوس سعودي عربستان ته تللي دي او دیمن او دعربستان په سرحد کښې دیره شوي هم دي .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان یوه(۱) مشهور خبریال کامران خان وویل ددغه هیواد حکومت دپوځ پخوانی مشر جنرال راحیل شریف ته د نهودیرشو(۳۹)اسلامی هیوادونو د ائتلاف دمشرۍ دترلاسه کولو لپاره داجازې په ورکولو سره سعودی عربستان ته دیوشمیر پوځیانو د استولو فیصله کړی ده .
هغه وویل دپاکستان حکومت دسعودی عربستان په شمول له نورو عربو هیوادونو سره خپلې اړیکې پیاوړی کوی او په دې زمینه کښې پرمختګ هم شوی دی .
دغه راز دپاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلی دی چې تراوسه سعودی عربستان ته د پوځیانو داستولو فیصله نه ده شوی او زیاته یې کړه پاکستان به دیمن دشخړې برخه نشی .
هغه وویل که چیرې په سعودی عربستان کښې کومه ترهګرۍ وشی نو پاکستان به په یقینی ډول له ریاض سره مرسته وکړی .
دپاکستان دفاع وزیر وویل په سعودی عربستان کښې دپاکستان موجود پوځیان به دهیڅ هیواد پرضد استعمال نشی او مونږ به دیمن دجنګ برخه نشو .
دغه راز ځینې خبرونه وایی چې دپاکستان ډیر پوځیان اوس سعودی عربستان ته تللی دی او دیمن او دعربستان په سرحد کښې دیره شوی هم دی .