د هند لخوا د ګلګت او بلتستان په صوبه ګرځولو اعتراض
Mar 17, 2017 18:27 Asia/Kabul
دهند خارجه وازرت ویندویی د پاکستان د پینځمې صوبې په توګه د ګلګت بلتستان دمعرفی کولو په هکله د پاکستان په فیصلې نیوکه وکړه .
د ایرنا خبری اژانس د راپور له مخې ګوپال باګلایی نن په نوی ډیلی کې له خبریالانو سره په مرکه کې په دې بیان سره چې د پاکستان یو اړخیز اقدامات د نه منلو وړ دی وویل : کشمیر د پاکستان نه بیلیدونکې برخه ده .
د پاکستان یو دولتی پلاوی پرون په بهرنیو چارو کې د نواز شریف د سلاکار سرتاج عزیز په مشرۍ د پاکستان د پینځمې صوبې په توګه د ګلګت بلتستان د ګرځولو وړاندیز وکړ.
پاکستان دمګړۍ د پنجاب ، سند . بلوچستان او خیبر پښتونخوا په نامه څلور صوبې لری دا په داسې حال کې دی چې د کشمیر یوه برخه له هند او یوله له پاکستان سره دغه او دواړوه هیوادونو په ټول کشمیر د ملکیت ادعا لری.