دافغانستان دجنګ حل پوځی نه سیاسی دی .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i43292-دافغانستان_دجنګ_حل_پوځی_نه_سیاسی_دی_.
زمونږ خبریال وایی په امریکا کښې دپاکستان سفیر اعزاز احمد چوهدری په سفارت کښې په خپل لومړی خبری کانفرنس کښې وویل دافغانستان مسله په پوځی لارې سره نه حل کیږی بلکې د سیاسی حل لارې لټول د وخت ضرورت دی او دافغانستان دمسلې دحل لپاره امریکا او پاکستان په ګډه رول لوبولی شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 19, 2017 10:23 Asia/Kabul
  • دپاکستان لخوا دغه پیغام بیخي واضح دی چې مونږ په افغانستان کښې د پایداره امن لپاره کار کول غوړو  .
    دپاکستان لخوا دغه پیغام بیخي واضح دی چې مونږ په افغانستان کښې د پایداره امن لپاره کار کول غوړو .

زمونږ خبریال وایی په امریکا کښې دپاکستان سفیر اعزاز احمد چوهدری په سفارت کښې په خپل لومړی خبری کانفرنس کښې وویل دافغانستان مسله په پوځی لارې سره نه حل کیږی بلکې د سیاسی حل لارې لټول د وخت ضرورت دی او دافغانستان دمسلې دحل لپاره امریکا او پاکستان په ګډه رول لوبولی شی .

 اعزار احمد چوهدری وویل کله چې  دامریکا دنوی حکومت لخوا دسیمې په اړه چې سیاست اعلان شی نو دپاکستان لخوا دغه پیغام بیخی واضح دی چې مونږ په افغانستان کښې د پایداره امن لپاره کار کول غوړو  ځکه چې  په افغانستان کښې امنیت د پاکستان دثبات لپاره  ضروری دی .

هغه وویل ځینې ترهګر دافغانستان له خاورې دپاکستان پرضد استفاده کوي  او د کابل په حکومت یې غږ وکړ چې  دغه ټروریسټان له هیواد څخه وباسی .

هغه وویل دپاکستان او د افغانستان  دسرحدونو دواړو خواو ته د ترهګرو د تګ راتګ دمخنیوی لپاره په سرحدونو څارنه ضروری ده .

په امریکا کښې د پاکستان سفیر اعزاز احمد چوهدری وویل دامریکا د ولسمشر له جوړیدا وروسته ډونالډ ټرامپ د پاکستان له لومړی وزیر نوازشریف سره په ټیلی فون له شویو خبرو داسې معلومیږی چې دامریکا نوی حکومت له پاکستان سره دښو اړیکو غوښتونکی دی .

هغه وویل د ډاکټرشکیل افریدی د دوسیې په هکله د پاکستان او امریکا دریځ سره فرق لری او زیاته یې کړه په دې هکله دپاکستان دریځ کاملا واضح دی .