پاکستان کښې داهل بیت ع په ستاینه کښې کتاب خپور شو.
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i43296-پاکستان_کښې_داهل_بیت_ع_په_ستاینه_کښې_کتاب_خپور_شو.
ایرنا خبری اژانس وایی د اسلام دګران پیغمبر حضرت رسول اکرم صلی الله علیه واله وسلم دګرانې لور حضرت بی بی فاطمه الزهرا سلام الله علیها د نیکمرغه زوکړې له رسیدا سره په یووخت د پاکستان په پنډۍ ښار کښې د اهل بیت علیه السلام په ستاینه کښې د سفینه نجات په نوم د شعرونو دټولګې دکتاب مخ کتنه وشوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 19, 2017 11:13 Asia/Kabul
  • په دغو مراسمو کښې یوشمیر میرمنو، شاعرانو، علمي او ادبي شخصیتونو ګډون درلود .
    په دغو مراسمو کښې یوشمیر میرمنو، شاعرانو، علمي او ادبي شخصیتونو ګډون درلود .

ایرنا خبری اژانس وایی د اسلام دګران پیغمبر حضرت رسول اکرم صلی الله علیه واله وسلم دګرانې لور حضرت بی بی فاطمه الزهرا سلام الله علیها د نیکمرغه زوکړې له رسیدا سره په یووخت د پاکستان په پنډۍ ښار کښې د اهل بیت علیه السلام په ستاینه کښې د سفینه نجات په نوم د شعرونو دټولګې دکتاب مخ کتنه وشوه .

دغه کتاب دایران دیوې (۱)میرمنې شاعرې سیده تنویر فاطمه لخوا لیکل شوی او تدوین شوی او دایران دسلامی جمهوریت په کلتوری کور کښې  د سیره حضرت زهرا  س او دمسلمانې ښځې دبیلګې په نوم په یو لړ مراسمو کښې نندارې ته وړاندې شو .

په دغو مراسمو کښې یوشمیر میرمنو، شاعرانو، علمی او ادبی شخصیتونو ګډون درلود او دپاکستان د اسلام اباد او د راولپنډۍ د ښځو دعلمیه حوزې دوو (۲)استادانوهم دحضرت فاطمه الزهرا س عبادی اومعنوی مقام دهغې شان او دغه راز دهغې سیرت او ژوند بیان کړ .

په پنډۍ کښې د ایران دکلتوری خونې (خانه فرهنګ) مسول علی اقانوری هم د حضرت فاطمه الزهرا سلام  الله علیها دزوکړې په اړه مبارکۍ ویلو سره د مسلمانو ښځو د بیلګې په توګه دهغې حضرت  سیرت او ژوند ته په اشارې سره د اسلامی ټولنولپاره د مسلمانانو علماو او متفکرانو لخوا د حضرت زهرا س د سیرت او دژوند دبیانولو پرضرورت ټینګار وکړ .

هغه د نوی هجری لمریز کال نږدې کیدا او دنوروز جشن پیلیدا ته په پام سره د پاکستان  د ورور او دوست  هیواد خلکوته مبارکی وویله  او دهغوې لپاره یې له خدای پاک ج څخه له صلح ، امنیت او بریالیتوب څخه دډک کال ارزو وکړه .