دپاکستان دپوځ پخوانی مشر نوازشریف ته وړاندیز کړی وو .
-
ټول خلک پوهیږي چې نوازشریف دیوې موافقې پراساس تر لسو(۱۰) کلونو پورې خارج ته واستول شو .
زمونږخبریال وایی دپاکستان لومړی وزیر نوازشریف نن دغه خبره ایشوا کړه چې دپوځ پخوانی مشر جنرال پرویز مشرف په ۲۰۰۷ میلادی کال کښې ماته په ګډه دیوه حکومت دجوړولو وړاندیز کړی وو .
دپاکستان لومړی وزیر په اسلام اباد کښې د خپل ګوند دپارلمانی کمیټۍ غونډې ته په وینا کښې وویل دپوځ پخوانی مشر جنرال پرویز مشرف په ۲۰۰۷ میلادی کال کښې له ما سره د پټې معاملې غوښتونکی وو .
وزیر نوازشریف وویل زه په پټو معاملو باور نلرم او ځکه خو زه هر وخت بریالی یم .
دپاکستان لومړی وزیر نوازشریف د لومړی ځل لپاره دغه خبره ایشوا کړه چې دپوځ پخوانی مشر مشرف ماته ته دپټې معاملې وړاندیز کړی ووخو ما دهغه وړاندیز رد کړی وو .
دپاکستان دپوځ پخوانی مشر جنرال پرویز مشرف د اوسنی لومړی وزیر نوازشریف په شمول دهغه دکورنۍ ډیر غړی سعودی عربستان ته جلاوطن کړی وو چیرې چې هغوې ډیر کلونه تیر کړل او بیا په ۲۰۰۷ میلادی کال کښې بیرته پاکستان ته راستانه شول .
نوازشریف وویل دپاکستان دپوځ پخوانی مشر جنرال پرویز مشرف په تیر وخت کښې غوښتل له ما سره کتنه وکړی او ډیرې هڅې یې هم وکړې خو ما له هغه سره له کتنې ډډه وکړه .
خو دپاکستان دپوځ دپخوانی مشر پرویز مشرف یوه(۱) نږدې ملګری احمد رضا قصوری وویل ما ډیره موده له مشرف سره کار کړی دی خو هیڅ کله مو داسې کومه خبره نه ده اوریدلی چې مشرف نوازشریف ته کوم وړاندیز کړی وی .
هغه وویل ټول خلک پوهیږی چې نوازشریف دیوې موافقې پراساس تر لسو(۱۰) کلونو پورې خارج ته واستول شو او داسې هیڅ پوښتنه نشته چې مشرف د ګډ حکومت دجوړولو لپاره نوازشریف ته کوم وړاندیز وکړی .
قصوری وویل په حقیقت کښې دا نوازشریف وو چې په ۲۰۰۷ میلادی کال کښې یې هیواد ته د ستنیدا لپاره د پوځ پخوانی مشر جنرال پرویز مشرف ته سوال زارې کولې .