دپاکستان ملی ورځ په پرتم سره لمانځل کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i43480-دپاکستان_ملی_ورځ_په_پرتم_سره_لمانځل_کیږی
زمونږخبریال راپور راکړ دپاکستان د پوځ بیلابیلو یونټونو او دغه راز د دغه هیواد لوړپوړو سیاسی او پوځی چارواکو نن سهار دپاکستان په اسلام اباد کې ، ددرویشتم مارچ دملی ورځې په مناسبت په ځانګړو دستورو کې ګډون وکړ او د پاکستان دپوځ نوی او مآدرن وسلې ئې نندارې ته وړاندې کړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 23, 2017 08:37 Asia/Kabul
  • دپاکستان ملی ورځ په پرتم سره لمانځل کیږی

زمونږخبریال راپور راکړ دپاکستان د پوځ بیلابیلو یونټونو او دغه راز د دغه هیواد لوړپوړو سیاسی او پوځی چارواکو نن سهار دپاکستان په اسلام اباد کې ، ددرویشتم مارچ دملی ورځې په مناسبت په ځانګړو دستورو کې ګډون وکړ او د پاکستان دپوځ نوی او مآدرن وسلې ئې نندارې ته وړاندې کړې .

 راپور ښئ   په دغه پریډ کې  دپاکستان   ولسمشر ممنون حسین  ، لومړی وزیر نواز شریف او  دپاکستان د پوځ عمومی قوماندان   جنرال قمر جاوید باجوه  هم   شتون درلود.  دغه س دستورې   په ډیرو امنیتی تدبیرونو سره  په اسلام اباد کې دزرګونو خلکوپه ګډون سره ترسره شوې  او په دغو دستورو کې  ډپاکستان  پوځی بریاوې ،  چې تجهیزات ،  بیلابیلې وسلې   پکې شاملې دی ، نندارې ته وړاندې شوې .

د ۱۹۴۰ کال دمارچ په درویشتمه نیټه  دهندوستان  دوخت مسلم لیګ  ګوند  له خوا  په هندبراعمګی کې  دمسلمانانو لپا ره  دپاکستان په نامې سره دیوه خپلواکه هیواد دجوړیدا غوښتنه وشوه ..  له دغې غوښتنې او تړون اوه کاله وروسته   په ۱۹۴۷کال داګست په څوارلسمه نیټه پاکستان  خپلواکه شو .

وروستی راپورونه ښئ چې په درست پاکستان کې  دغه ورځ په پرتم سره  په داسې حال کې لمانځل کیږی چې د دغه هیواد  ولس  دترهه ګرو او تکفیری ډلو دجنایتونو له امله  کړیږی  او داسې کومه ورځ نشته چې د تکفیری ترهه ګروپه لاس دخپلو وژل شویو بچیانو جنازې اوچتې نه کړی .