دایران اوپاکستان ترمینځ به بانکی سسټم ډیر زر فعال شی .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i43482-دایران_اوپاکستان_ترمینځ_به_بانکی_سسټم_ډیر_زر_فعال_شی_.
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دپاکستان دتجارتی کوټې مشر زبیر طفیل په کراچۍ کې دایران دتجارتی چارو د سلایار او دیو شمیر پاکستانیو تاجرانو په شتون سره په یوې غونډې کې په راتلونکو ورځو کې دپآکستان او ایران ترمینځ د بانکی چینلونو د فعالیدو خبر ورکړ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 23, 2017 08:51 Asia/Kabul
  • دایران اوپاکستان ترمینځ به بانکی سسټم ډیر زر فعال شی .

ایرناخبری آژانس راپورورکړ دپاکستان دتجارتی کوټې مشر زبیر طفیل په کراچۍ کې دایران دتجارتی چارو د سلایار او دیو شمیر پاکستانیو تاجرانو په شتون سره په یوې غونډې کې په راتلونکو ورځو کې دپآکستان او ایران ترمینځ د بانکی چینلونو د فعالیدو خبر ورکړ .

  زبیر طفیل  په دغې غونډې  وویل ،  پاکستانی لوری په رسمی ډول    له ایران سره  دتجارتی فعالیتونو  دترسره کولو لپاره  دپاکستانیو تاجرانو لپاهر  دایل سی  اکاؤنټ   دپرانیستلو  موضوع  منلې ده و   د دغې موضوع د نهائی کولو لپاره  پاکستان  ته د ایران دمرکزی بانک  دپلاوی  دورتلو په تمه   دی  چې ټاکل شوې ده په راتلونکو څو ورځو دغه پلاوی اسلام اباد ته سفر وکړی .

   په کراچۍ کې دایران  دتجارتی چارو  سلایار  مراد  نعمتی هم په دغې غونډې کې وویل ، دغه نوموړی پلاوی به ډیر زر پاکستان ته راشی  او په  دې اړه به  له لوړپوړو اړونده چارواکو او دپآکستان د تاجرانو له مشرانو سره   جدی  خبرې اترې وکړی او دغه  موضوع به  نهائی شی .

  هغه همداراز وویل  له پاکستانیو  تاجرانو اود  تجارتی کوټې له مشرانو سره  ئې   دایل سی اکاؤنټ  دپرانیستلو په باب  جدی اوکوټلی خبرې اترې  کړی دی چې  بریالۍ هم دی.