دایران اوپاکستان ترمینځ به بانکی سسټم ډیر زر فعال شی .
ایرناخبری آژانس راپورورکړ دپاکستان دتجارتی کوټې مشر زبیر طفیل په کراچۍ کې دایران دتجارتی چارو د سلایار او دیو شمیر پاکستانیو تاجرانو په شتون سره په یوې غونډې کې په راتلونکو ورځو کې دپآکستان او ایران ترمینځ د بانکی چینلونو د فعالیدو خبر ورکړ .
زبیر طفیل په دغې غونډې وویل ، پاکستانی لوری په رسمی ډول له ایران سره دتجارتی فعالیتونو دترسره کولو لپاره دپاکستانیو تاجرانو لپاهر دایل سی اکاؤنټ دپرانیستلو موضوع منلې ده و د دغې موضوع د نهائی کولو لپاره پاکستان ته د ایران دمرکزی بانک دپلاوی دورتلو په تمه دی چې ټاکل شوې ده په راتلونکو څو ورځو دغه پلاوی اسلام اباد ته سفر وکړی .
په کراچۍ کې دایران دتجارتی چارو سلایار مراد نعمتی هم په دغې غونډې کې وویل ، دغه نوموړی پلاوی به ډیر زر پاکستان ته راشی او په دې اړه به له لوړپوړو اړونده چارواکو او دپآکستان د تاجرانو له مشرانو سره جدی خبرې اترې وکړی او دغه موضوع به نهائی شی .
هغه همداراز وویل له پاکستانیو تاجرانو اود تجارتی کوټې له مشرانو سره ئې دایل سی اکاؤنټ دپرانیستلو په باب جدی اوکوټلی خبرې اترې کړی دی چې بریالۍ هم دی.