د پاکستان خلکو ددغه هیواد ملی ورځ ولمانځله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i43500-د_پاکستان_خلکو_ددغه_هیواد_ملی_ورځ_ولمانځله
د پاکستان لومړی وزیر  په پاکستان کې د سولې او کراری د ټنیګولو لپاره ددغه هیواد د امنیتی ځواکونو د کوشش په دوام ټینګار وکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 23, 2017 15:40 Asia/Kabul
  • د پاکستان خلکو ددغه هیواد ملی ورځ ولمانځله

د پاکستان لومړی وزیر  په پاکستان کې د سولې او کراری د ټنیګولو لپاره ددغه هیواد د امنیتی ځواکونو د کوشش په دوام ټینګار وکړ

 

 

 زمونږ دخبریال د راپور له مخې محمد نواز شریف د پاکستان د ورځې په مناسبت د مبارکۍ په ترڅ کې وویل د دغه هیواد خلکو او  پوځ د امنیت د ټینګولو لپاره زیاتې قربانۍ ورکړې دی.

 د پاکستان ولسمشر ممنون حسین هم په دغه ورځ د پاکستان ولس ته مبارکی وویل

په همدې مناسبت د پاکتسان پوځ نن په سختو امنیتی تابیاوو کې ددغه هیواد کې   لوړ رتبه سیاسی پوځی مقاماتو په شتون سره په اسلام اباد کې  پوځی پریډ ترسره کړ.

  په دغه پریډ کې د پاکستان د پوځ نوې پوځی تجهیزات او وسلې منجمله د ایټمی خولۍ وړونکی بالسټک توغندی نندارې ټه وړاندې شول.

د ۱۹۴۰ کال د مارچ په ۲۳ نیټّه د پاکستان مسلم لیګ ګوند په برصغیر کې د مسلمانانو لپاره د  پاکستان په نوم د یو خپلواکه هیواد د جوړیدو قرارداد وړاندې کړ او له هغه اوه کاله وروسته  یعنې د ۱۹۴۷ کال د اګست په ۱۴ پاکستان ازاد شو.