په پنجاب صوبه کې په پولیسو د نامعلومو کسانو برید
Mar 23, 2017 15:47 Asia/Kabul
خبری سرچینو په پنجاب صوبه کې د پاکستان په پولیسو د نامعلومو کسانو د حملې خبر ورکړ.
زمونږ دخبریال د راپور له مخې نامعلومو وسله والو کسانو نن په سیالکوټ ښار کې د پنجاب په پولیسو برید وکړ چې له امله یې یو پولیس افسر مړ او دوه کسان ژوبل شول.
د یو ژوبل کس حالت نازک راپور شوی دی. تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه حملې پړه په غاړه نه ده اخستې.