د اسلام اباد عدالت درې لیکوالان مذهب ته په سپکاوی تورن کړل
Mar 25, 2017 11:40 Asia/Kabul
د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د ترهګری ضد یو عدالت کې پر درو لیکوالانو تور پورې شوی دی چې هغوی مذهب ته سپکاوی کړی دئ.
پولیسو او حکومتی چارواکو د جمعې په ورځ ویلی چې مذهب ته د سپکاوی دا تورونه په کراچۍ کې پر دوو تنو او په اسلام اباد کې پر یو تن لګول شوی دی.
چارواکو ویلی چې دا کسان د تیری اونۍ په پیل کې نیول شوی دی او د هغوی کمپیوټرونه هم دوی د پلټنو لپاره له ځان سره ساتلی دی.
دا کسان له هغې وروسته نیول شوی دی چې د مارچ پر ۱۴مه نیټه وزیراعظم نواز شریف امر وکړ چې پر ټولنیزه میډیا دې مذهب ته د سپکاوی مطالب لیرې کړل شی او یا دې هم هغه بند کړل شی.
نوموړی زیاته کړې چې مذهب ته د سپکاوی په اړه د مطالبو خپرونکو ته به سخته سزا ورکول کیږی.