دپاکستان چارواکی دامریکا اډوته نشو ننوتلی .
-
ما پاکستان ته وده ورکړه او د خلکو ته مو حوصله ورکړه او په هیواد کښې دیکتاتورۍ خو اوس ده .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان د ال مسلم لیګ ګوند مشر او پخوانی ولسمشر متقاعد جنرال پرویز مشرف اعتراف کړی دی چې په پاکستان کښې دامریکا اډو ته د پاکستان دحکومتی چارواکو د ورننوتلو اجازه نه وه .
هغه وویل امریکا په دې هکله ډیره سختی کوله او زیاته یې کړه دهیواد له لاسه ورکول کوم میړنتوب نه دی .
دپاکستان دپوځ پخوانی مشر پرویز مشرف وویل دسعودی عربستان باچا عبدالله دپاکستان اوسنی لومړی وزیر نوازشریف او دهغه ورور شهباز ته وویل چې له پاکستان څخه ووځی او عربستان ته ورشی او ما دنوازشریف لپاره په زړه کښې نرمښت درلود .
پرویز مشرف وویل ما په خارجی هیوادونو کښې هیڅ جائداد نه درلود او دسعودی عربستان باچا عبدالله په ۲۰۰۹ میلادی کال کښې زما دبانک په حساب کښې پیسې واچولې او له عربستان سره زما اړیکې د وړونو په شان دی .
دپاکستان دپوځ پخوانی مشر وویل زه دهیواد راتلونکی په خطر کښې وینم او زیاته یې کړه زه به راتلونکی کښې د دیکتاتور په توګه یادیږم خو زده دیکتاتور نه یم .
پرویز مشرف وویل ما پاکستان ته وده ورکړه اوخلکو ته مو حوصله ورکړه او په هیواد کښې دیکتاتورۍ خو اوس ده .