دپاکستان جنرال د سعودی عربستان د ائتلاف مشرۍ کوی .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i43610-دپاکستان_جنرال_د_سعودی_عربستان_د_ائتلاف_مشرۍ_کوی_.
زمونږخبریال وایی دپاکستان دفاع وزیر خواجه اصف نن وویل داسلام اباد حکومت په رسمی ډول د پوځ پخوانی مشر متقاعد جنرال راحیل شریف ته اجازه ورکړی ده چې د سعودی عربستان تر مشرۍ لاندې د پوځی ائتلاف مشرۍ پرغاړه واخلی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 25, 2017 13:13 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان د سوریې ، عراق ،یمن ، لیبیا او دنورو ډیرو هیوادونو دجنګونو درامینځته کولواو دسلګونو زره بې ګناه خلکو د وژلو اصلي عامل دی .
    سعودي عربستان د سوریې ، عراق ،یمن ، لیبیا او دنورو ډیرو هیوادونو دجنګونو درامینځته کولواو دسلګونو زره بې ګناه خلکو د وژلو اصلي عامل دی .

زمونږخبریال وایی دپاکستان دفاع وزیر خواجه اصف نن وویل داسلام اباد حکومت په رسمی ډول د پوځ پخوانی مشر متقاعد جنرال راحیل شریف ته اجازه ورکړی ده چې د سعودی عربستان تر مشرۍ لاندې د پوځی ائتلاف مشرۍ پرغاړه واخلی .

د ډیرو مسلمانو هیوادونو خلک او  حکومتونه د پاکستان دپوځ د پخوانی مشر لخوا د سعودی عربستان تر مشرۍ لاندې دپوځی ائتلاف د مشرۍ دترلاسه کولو په وجه سخت خپه دی ځکه چې دغه ائتلاف له داعش او نورو ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره نه دی جوړ شوی بلکې دایران او روسیې ګټو ته دتاوان د رسولو لپاره دامریکا ، انګلستان اوځینونورو عربواواروپایی هیوادونو په حکم او مالی مرستو سره  جوړ شوی دی .

امریکا په سعودی عربستان او نورو عربو هیوادونو دباو اچولی دی چې د تش په نامه د اسلامی هیوادونو ائتلاف جوړ کړی او دغه راز سعودی عربستان له تیرو څو کلونو راهسې دپاکستان په پوځ  اوحکومت زیات دباونه اچولی دی چې سعودی عربستان ته پوځیان واستوی او دپاکستان دپوځ پخوانی مشر جنرال راحیل شریف هم دعربستان ترمشرۍ لاندې د تش په نامه دپوځی ائتلاف مشرۍ پرغاړه واخلی .

دسعودی عربستان حکومت له پاکستان  څخه  لیکلی اجازه لیک غوښتی وو  چې پاکستان هم دغه اجازه لیک ورکړی دی .

سعودی عربستان د القاعده ، داعش ،النصره ، احرارلشام ، جیش الشام او نورو په لسګونو وهابی ترهګرو ډلو اصلی جوړونکی رژیم دی .

سعودی عربستان د سوریې ، عراق ،یمن ، لیبیا او دنورو ډیرو هیوادونو دجنګونو درامینځته کولواو دسلګونو زره بې ګناه خلکو د وژلو اصلی عامل دی .