هندوستان به ډیرزر له پاکستان سره پولې وتړی .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i43644-هندوستان_به_ډیرزر_له_پاکستان_سره_پولې_وتړی_.
زمونږخبریال د ډان نیوز خبری سایټ له قوله راپورراکړ دهندوستان د کورنیو چارو وزیر راج نت سنګ دمدهیاپردیش صوبې په ټیکن پوره سیمې کې د دپوله ساتونکی امنیتی ځواک (بی ایس ایف ) په پوهنځی کې د فارغ التحصیلانو په دستورو کې پخپلې وینا کې ویلی دی ،هندوستان به ډیر زر له پاکستان او بنګله دیش سره خپلې پولې وتړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 26, 2017 08:13 Asia/Kabul
  • هندوستان به ډیرزر  له پاکستان سره پولې وتړی .

زمونږخبریال د ډان نیوز خبری سایټ له قوله راپورراکړ دهندوستان د کورنیو چارو وزیر راج نت سنګ دمدهیاپردیش صوبې په ټیکن پوره سیمې کې د دپوله ساتونکی امنیتی ځواک (بی ایس ایف ) په پوهنځی کې د فارغ التحصیلانو په دستورو کې پخپلې وینا کې ویلی دی ،هندوستان به ډیر زر له پاکستان او بنګله دیش سره خپلې پولې وتړی .

 هغه  ویلی دی ،  دپولو دبندولو فیصله ئې  دکډوالو  او دترهه ګرۍ دزیاتیدو  او دغه راز د هندوستان په داخلی چارو کې د لاسوهنې دزیاتیدا له امله کړې ده .  هندی داخله  وزیر  ویلی دی ،  د دغې  موضوع دعملی کولو لپاره  مرستیال داخله وزیر  په مشرۍ  کمیټی جوړه شوې څو   دغه موضوع وسپړی او زرترزره ئې  پلی کړی   او د دغه پلان   مسئولیّت هم  دبی ایس ایف  په غاړه ږدی  او  د دفاع ،  کورنیو او بهرنیو چارو د وزارتونو مرستیالان  به هم په دغې کمیټې کې شامل وی .

 داپه داسې حال کې دی چې  په همداوروستیو کې  دهند اوپاکستان ترمینځ ترینګلتیاوې لاپسې زیاتې شوی او داسې کومه ورځ نشته  چې دغه  هیوادونو  یو بل ونه ګواښی  چې دسیمې امنیت ئې هم  تر ډیره  حده اغیزمن کړی دی .