د سعودی ایتلاف مشری به د راحیل شریف محبوبیت کم کړی
د پاکستان د سرحدی چارو وزیر د یمن د خلکو په خلاف له سعودی ایتلاف سره د د دغه هیواد د پوځ د پخوانی مشر د یو ځای کیدو لپاره د اجازت د ورکولو په غبرګون کې وویل د پاکستان خلک له دغه اقدام سره مخالف دی.
د ایرنا خبری اژانس د راپور له مخې عبدالقادر بلوچ پرون وویل له دغه ایتلاف سره د جنرل راحیل شریف یو ځای کیدل به سبب شی چې هغه په خلکو کې خپل عزت او محبوبیت له لاسه ورکړی.
ده وویل د پاکستان خلک په یمن د حملو مخالف دی ځکه د یمن د خلکو په خلاف له سعودی ایتلاف سره د راحیل شریف یو ځای کیدل سیاسی ګڼی.
له بلې خوا د پاکستان نورو سیاسی مذهبی شخصیتونو هم د راحیل شریف له خوا د یمن ضد ایتلاف د مشری په اخستلو نیوکه کړې ده.
د پاکستان حکومت تیره شنبه د یمن په خلاف د سعودی د خودساخته ایتلاف د مشرۍ د لاسته راوړلو لپاره د پاکستان د پوځ پخوانی کوماندان ته این او سی ورکړه.