دپاکستان تحریک انصاف دحکومت له فیصلې سره مخالفت وکړ .
-
د نهو دیرشو(۳۹) اسلامي هیوادونو ائتلاف په ظاهره د ایران پرضد جوړ کړی شوی دی .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان تحریک انصاف دپوځ دپخوانی مشر متقاعد جنرال راحیل شریف لخوا د سعودی عربستان تر مشرۍ لاندې د اسلامی هیوادونو د ائتلاف دمشرۍ دترلاسه کولو لپاره دحکومت له اجازې سره مخالفت وکړ .
دپاکستان د تحریک انصاف ویندوی فواد چوهدری وویل مونږ دپاکستان دحکومت ددغه فیصلې سخت مخالفت کوو او دغه موضوع به په پارلمان کښې مطرح کړو .
هغه وویل دتحریک انصاف مشر عمران خان دپارلمان درې (۳)غړیو شاه محمود قریشی ، شیرین مزاری او شفقت محمود ته دنده سپارلی ده چې یوه(۱) ستراتژۍ جوړه کړی چې پراساس یې په پارلمان کښې دغه موضوع مطرح کړی .
دپاکستان دتحریک انصاف ویندوی فواد چوهدری وویل دتحریک انصاف نظر دادی چې په پارلمان کښې ټولوسیاسی ګوندونو فیصله کړی ده چې اسلام اباد به د مینځنی ختیځ په کړکیچ کښې بې پلوه وی .
هغه وویل د سعودی عربستان ترمشرۍ لاندې داسلامی هیوادونو دائتلاف دمشرۍ دترلاسه کولو لپاره دپوځ پخوانی مشر جنرال راحیل شریف ته د اجازې د ورکولو لپاره دپاکستان دحکومت فیصله دپارلمان د فیصلې پرخلاف ده .
دپاکستان د تحریک انصاف ویندوی فواد چوهدری وویل د نهو دیرشو(۳۹) اسلامی هیوادونو ائتلاف په ظاهره د ایران پرضد جوړ کړی شوی دی او ددغه ائتلاف دمشر په توګه د پاکستان دپوځ دپخوانی مشر متقاعد جنرال راحیل شریف ټاکل به دغه منفی پیغام ولری چې پاکستان هم دایران پرضد دی .
هغه وویل دپاکستان دحکومت فیصله به په هیواد کښې د شیعه او سنی ترمینځ اختلاف نور هم زیات کړی .
دپاکستان دتحریک انصاف ویندوی فواد چوهدری وویل په هیواد کښې زمونږ په شیعه وړونو له مخکې څخه حملې روانې دی او دحکومت دغه فیصله به په هغوې کښې د ناامنۍ احساس نور هم زیات کړی .