د سعودی عربستان ائتلاف داسرائیلو ددفاع لپاره دی .
-
په نړیواله سویه دپاکستان څیره خرابه شوي ده .
زمونږخبریال وایی د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین مشر علامه راجا ناصر عباس جعفری وویل د سعودی عربستان تر مشرۍ لاندې جعلی ائتلاف داسلامی هیوادونو ددفاع لپاره نه بلکې دصهیونیسټ رژیم ددفاع لپاره جوړ کړی شوی دی .
هغه وویل دسعودی عربستان تر مشرۍ لاندې له ترهګرۍ سره دتش په نامه د نهودیرشو (۳۹)اسلامی هیوادونو ائتلاف د امریکا او د اسرائیلو په دباو سره جوړ کړی شوی دی چې داسلامی هیوادونو پام په یمن دسعودی عربستان له ځپونکی تیری او دعراق او دسوریې دخلکو په وژلو کښې دداعش په شمول له ترهګرو ډلو د ریاض له ملاتړ څخه لیرې کړی .
د پاکستان دمجلس وحدت مسلمین مشر علامه راجا ناصر عباس جعفری وویل دپوځ دپخوانی مشر راحیل شریف لخوا د سعودی عربستان دجعلی ائتلاف له مشرۍ سره د پاکستان دحکومت په موافقې سره اسلام اباد له بیلابیلو چیلنجونو سره مخ شوی دی او په نړیواله سویه دپاکستان څیره خرابه شوی ده .