پاکستان له افغانستان سره په سرحد کښې دیوال جوړوی .
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i43772-پاکستان_له_افغانستان_سره_په_سرحد_کښې_دیوال_جوړوی_.
زمونږخبریال وایی له افغانستان سره د پاکستان ددیوال جوړیدل به پړاویز وی . بالاخره پاکستان له افغانستان سره په دوه زره څلور سوه (۲۴۰۰)کلومیټره اوږد سرحد کښې د دیوال دجوړولو لپاره لومړی ګام پورته کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 27, 2017 10:29 Asia/Kabul
  • افغانستان ویلي دي چې هیڅکله به پاکستان ته په سرحدي سیمو کښې ددیوال دجوړولو اجازه ورنکړې شي .
    افغانستان ویلي دي چې هیڅکله به پاکستان ته په سرحدي سیمو کښې ددیوال دجوړولو اجازه ورنکړې شي .

زمونږخبریال وایی له افغانستان سره د پاکستان ددیوال جوړیدل به پړاویز وی . بالاخره پاکستان له افغانستان سره په دوه زره څلور سوه (۲۴۰۰)کلومیټره اوږد سرحد کښې د دیوال دجوړولو لپاره لومړی ګام پورته کړی .

په دغه دیوال به په میلیارډونو روپۍ ولګیږی .

پاکستان ویلی دی چې له افغانستان سره ددیوال دجوړولو هدف له دغه هیواد څخه پاکستان ته د ترهګرو د ورتلو مخه نیول دی .

پاکستان اوس په باجوړ او مهمند قبایلی سیمو کښې چې له افغانستان سره سرحدونه لری ددغه دیوال جوړول پیل کړی دی .

دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاویدباجوا ویلی دی چې له افغانستان سره په سرحدی سیمو دهوا له لارې په څارنې سربیره به په سرحد کښې  د جاسوسۍ نور پرمختللی تجهیزات هم دیره کړې شی .

دپاکستان حکومت وایی له دوې سره داسې پاخه ثبتونه شته اکثره ترهګر چې دپاکستان په بیلابیلو سیمو کښې حملې کوی د باجوړ او مهمند قبایلی سیمو له لارې له افغانستان څخه ورځی او ځکه خو په دغو دوو(۲) قبایلی سیمو کښې د دیوال جوړول ضروری دی .

پاکستان له تیرو څوکلونوراهسې له امریکا غواړی چې له افغانستان سره په سرحدی سیمو کښې ددیوال دجوړولولپاره اسلام اباد ته پیسې ورکړی ځکه چې پاکستان په داسې موقعیت کښې نه دی چې ددغه دیوال دجوړولو لګښت  وزغمی خو امریکا دپاکستان دغه غوښتنې ته هیڅ پام نه دی کړی .

خو اوس پاکستان په خپله فیصله کړی ده چې له افغانستان سره په سرحدی سیمو کښې دیوال په پړاویز ډول جوړ کړی او ددغه کار لپاره یې  یوشمیر پیسې بیله کړی  هم دی .

له بلې خوا افغانستان ویلی دی چې هیڅکله به پاکستان ته په سرحدی سیمو کښې ددیوال دجوړولو اجازه ورنکړې شی .