دپاکستان پخوانی ولسمشر زه له کاره لیری کړی وم .
-
ما دپاکستان حکومت ته د ارزانه ګاډو د جوړولو د صنعت دلګولو وړاندیز وکړ خو حکومت هغه رد کړ .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان داټومی پروګرام پلار ډاکټر قدیر خان وویل ما دهیواد لپاره ډیر څه کولای شو خو واکمنانو یې مخه ونیوله .
هغه وویل دپاکستان داټومی قوت جوړیدل د پخوانی لومړی وزیر ذوالفقار بوټو په وجه وو .
هغه په اسلام اباد کښې په یوې وینا کښې وویل پخوانی لومړی وزیر ذوالفقار علی بوټو ډیر له هیواد سره مینه لرله .
دپاکستان داټومی پروګرام پلار ډاکټر قدیر خان وویل پخوانی ولسمشر پرویز مشرف زه د امریکا په حکم له کاره لیرې کړم او په ما یې غلط تورونه ولګول .
هغه وویل ما هیڅکله دپاکستان له واکمنانو څخه ځمکې یا پیسې وانه خیستلې او نن هم زه په هغو پیسو ګوزاره کوم کومې چې ما په هالینډ کښې دکار په وخت ګټلی وې او په دې هکله له ماسره ټول رسیدونه هم شته .
هغه وویل مونږپه اټومی بم کار په ۱۹۷۴ میلادی کال او توغندوی ټیکنالوژۍ کار دبې نظیر بوټوپه وخت کښې شروع کړی وو او په کمو وسایلو سره مو پاکستان اټومی او توغندوی قدرت جوړ کړ .
هغه وویل ما دپاکستان حکومت ته د ارزانه ګاډو د جوړولو د صنعت دلګولو وړاندیز وکړ خو حکومت هغه رد کړ .