په پاکستان کښې ټرک له اوورګاډی سره جنګیدلی .
Mar 28, 2017 01:29 Asia/Kabul
-
دتیلو دټانکر ایکسل خراب شوی وو او ځکه خو هغه داوورګاډي په پټلۍ ولاړ وو .
زمونږخبریال وایی دپاکستان دشالیمار ایکسپریس په نوم اوورګاډی له لاهور څخه کراچۍ ته روان وو چې په شیخوپوره سیمه کښې ورسره له تیلو ډک ټانکر وجنګید چې په ترڅ کښې یې د اوورګاډی موټروان عبدالطیف او دهغه مرستیال عبدالحمید ووژل شو او ګڼ شمیر نور کسان ژوبل هم شول .
له دغه پیښې وروسته د اوورګاډی په پینځو(۵) ډبو کښې اوور ولګید خو اوور وژونکی د اوور په مړ کولو بریالی شوی دی .
د تیلو د ټانکر موټروان نیول شوی او د اوورګاډی د پاټک عمله هم نیول شوی ده .
ویل کیږی چې دتیلو دټانکر ایکسل خراب شوی وو او ځکه خو هغه داوورګاډی په پټلۍ ولاړ وو .