په پاکستان کښې درې ترهګر په اعدام محکوم کړائ شول
Mar 28, 2017 08:10 Asia/Kabul
د پاکستان د سند صوبې د شکارپور ښار ترهګرۍ ضد عدالت درو ترهګرو ته د پانسۍ ورکولو حکم صادر کړ.
زمونږ خبریال د راپور په اساس، د شکار پور ښار د ترهګرۍ ضد عدالت قاضی فدا حسین مغل همداراز نهه نور ترهګر په عمر قید محکوم کړل.
د روانې اونۍ په لومړیو کښې هم پینځه ترهګر چې د پاکستان د پوځی عدالت لخوا په اعدام محکوم شوی وو، د خیبر پختونخوا د کوهاټ په زندان کښې اعدام کړائ شول.
دغه یو شمیر ترهګرو په بمی حملو او د پوځیانو او عامو خلکو په وژله کښې لاس درلود.
په دغه عدالت کښې محکوم شوی زیاتره خلک د القاعدې، جماعت الاحرار، جیش محمد، لښکر جهنګوی او سپاه صحابه په شمول د ترهګرو ډلګیو غړی دی.