پاکستان اوس هم دامریکا جاسوسانو ته ویزې ورکوی .
-
کله چې دپاکستان حکومت له امریکا څخه دپیسو ترلاسه کول بند کړي نو دامریکا چارواکو ته به ویزې هم نه ورکوي .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر او دپیپلز ګوند یوه(۱) مشر رحمان ملک وویل چې اسلام اباد اوس هم په پټه دامریکا دجاسوسۍ ادارو چارواکو ته ویزې ورکوی .
هغه نن په اسلام اباد کښې له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل دلومړی وزیر نوازشریف حکومت د پیپلز ګوند په پخوانی حکومت تور لګوی چې دامریکا دجاسوسۍ ادارو چارواکو او جاسوسانو ته یې ویزې ورکولې خو اوسنی حکومت اوس هم دامریکا داستخباراتی ادارو کسانو ته ویزې ورکوی .
دپاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر رحمان ملک ادعا وکړه ددغه هیواد چارواکی به تر هغه وخته چې دامریکا له حکومت څخه د کولیژن سپورټ فنډ(Coalition Support Fund) په نوم پیسې ترلاسه کوی دامریکا چارواکو ته د ویزو ورکولو ته دوام ورکړی .
هغه وویل ایا دپاکستان حکومت له امریکا څخه ددغو پیسو ترلاسه بند کړی دی او زیاته کړه کله چې دپاکستان حکومت له امریکا څخه دپیسو ترلاسه کول بند کړی نو دامریکا چارواکو ته به ویزې هم نه ورکوی .
پاکستان د پخوانی ولسمشر پرویز مشرف دحکومت له وخت راهسې له امریکا څخه د سی ایس ایف (Coalition Support Fund)په نوم پیسې ترلاسه کوی ځکه چې پاکستان په افغانستان کښې دترهګرو پرضد دجنګ لپاره ائتلافی ځواکونو ته خدمات وړاندې کوی .