دپاکستان جنرال د امریکا په دباو سره قوماندنۍ ومنله .
-
سعودي عربستان په ټوله دنیا کښې د وهابي تکفیري ترهګرو ډلوستر جوړونکی او ورسره مالي او پوځي مرستو کونکی رژیم دی .
دپاکستان دپوځ پخوانی مشر متقاعد جنرال میرزا اسلم بیګ له تهران راډیو پښتو خپرونې سره په مرکه کښې وویل د یمن په جنګ کښې دسعودی عربستان دجعلی ائتلاف دمشر په توګه دپوځ دپخوانی مشر متقاعد جنرال راحیل شریف انتخاب د امریکا ، اسرائیل ، سعودی عربستان او په خپله دپاکستان دحکومت په دباو سره شوی دی .
هغه وویل دپاکستان دپوځ پخوانی مشر متقاعد جنرال راحیل شریف دامریکا دخوشحالولو او له سعودی عربستان څخه دمیلیونونو ډالرو دترلاسه کولو لپاره دسعودی عربستان ترمشرۍ لاندې دنهودیرشو (۳۹)هیوادونو دائتلاف قوماندنۍ ومنله .
دپاکستان دپوځ پخوانی مشر متقاعد جنرال جنرال میرزا اسلم بیګ له دغه کار څخه دمتقاعد جنرال راحیل شریف هدف د شیعه او سنی ترمینځ نفاق او تفرقه اچول وباله کوم چې دامریکا په حکم شوی دی .
هغه وویل مسلمانان باید هوښیار ووسی او ظلم ته تسلیم نشی او دخائنو مشرانو پیروی ونکړی .
دپاکستان د پوځ دپخوانی قوماندان جنرال راحیل شریف لخوا دیمن په جنګ کښې د سعودی عربستان دجعلی ائتلاف دمشرۍ له منلو سره په هیواد کښې مخالفتونه زیات شوی دی .
سعودی عربستان دامریکا ، انګلستان، متحده عربی اماراتو ،اردن او د اسرائیلو په ملاتړ او مرستې سره د ۲۰۱۵ میلادی کال له مارچ میاشتې راهسې په یمن پوځی تیریو او بمباریو ته دوام ورکړی دی چې د څه دپاسه دیرش زره(۳۰۰۰۰) بې ګناه خلکو له وژل کیدا او دمیلیونو نور د کډوالیدا پرته یې بل هیڅ نتیجه نه ده لرلی .
سعودی عربستان په ټوله دنیا کښې د وهابی تکفیری ترهګرو ډلوستر جوړونکی او ورسره مالی او پوځی مرستو کونکی رژیم دی .