د پاکستان په ګجرات کښې پنځه ترهګر وژل شوی دی
(last modified Thu, 30 Mar 2017 01:44:22 GMT )
Mar 30, 2017 06:14 Asia/Kabul
  • د پاکستان په ګجرات کښې پنځه ترهګر وژل شوی دی

ترهګرو په ګجرات او کهاریا کښې د مهمو ځایونو د هدف ګرځولو پلان درلود.

پاکستانی رسنیو د دغه هیواد د سی، ټی، ډی سرچینو په حواله خبر ورکړی چې دغه ځانګړی ځواک د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې د ګجرات په کنجا سیمې چاپه ووهله او هلته موجودو ترهګرو ته یې د تسلیمیدو سپارښتنه وکړه خو ترهګرو د پاکستان پر دغو امنیتی ځواکونو ډزې پیل کړې.

د پاکستان د سی، ټی، ډی ځواکونو په ځوابی ډزو کښې پنځه ترهګر هلاک شول او درې په تیښته بریالی شوی دی. یاده سرچینه وایی چې له ترهګرو څخه لاسی بم، کلاشینکوفونه، تمانچې، څه باندې درې کیلو چاودونکی توکی او ډیټونیټر نیول شوی دی.

وژل شوی ترهګر د طالبانو او القاعدې ډلو کسان دی. له دغو عملیاتو وروسته پولیسو سیمه کلابنده کړې او د تښتیدلو ترهګرو لټون یې پیل کړی دی.