پاړه چنار ولې بیابیا د تکفیری ترهګرو د بریدونو هدف ګرځی؟
د کرمې ایجنسۍ مرکز پاړه چنار ښار یوځل بیا د ترهګرو هدف وګرځید کابو سل کسان پکښې مړه او ژوبل شوی دی.
د پاره چنار مشهور خبریال علی افضل خبر راکړ چې نن له غرمې مخکښې د دغه ښار په مینځ کښې له نور مارکیټ سره نزدې په شینګک روډ باندې د مرکزی امامباړې په وره کښې د شوې ترهګرې چاودنې له امله د یوې ښځې او دوو ماشومانو په شمول ۲۴کسان وژل شوی او ۷۰ نور زخمی شول چې د ځینو زخمیانو حال پکښې بد رپورټ شوی دی. د علی افضل په وینا د دغې بمی چاودنې له امله چې په یو ټونس ډوله ګاډی کښې ایښودل شوی و، شلو دکانونو او د خواوشا کورونو ته سخت تاوان رسیدلی دی. هغه زیاته کړه چې له چاودنې وروسته د پاره چنار ځینو خلکو د پولټیکل ایجنټ د دفتر په لور د سوله ایز لاریون په کولو سره د حکومت خلاف شعارونه ورکړل چې د حکومتی ملیشه ځواک لخوا پرې ډزې وشوې او له امله یې یولس کسان سخت زخمی شول.
د پاره چنار دغه ځایی خبریال هماشان له قبایلی خلکو سره د حکومت توکمیز چلند ته په اشارې سره زیاته کړه: په داسې حال کښې چې د پاکستان په نورو سیمو او ښارونو کښې حکومت د ترهګرو حملو له قربانیانو سره له پنځلسو تر شلو لاکو روپیو نغدی مرسته کوی خو په پاره چنار یا نورو قبایلی سیمو کښې دغه مرسته یوازې له دریو نه تر پنځو لکو روپیو ده چې په دغو پیسو تش د کفن دفن او د جنازې نور مراسم هم نه ترسره کیږی.
د کرمې ایجنسۍ د مرکز پاره چنار ښار د مدنی حقوقو یو فعال او سیاستوال ابرار جان طوری هم تهران راډیو ته په ټیلیفونی مرکه کښې د پاره چنار د ننی جنایت د غندلو په ترڅ کښې د حکومت لخوا مجرمانو ته د سزا ورکولو او د وژل شویو له کورنیو سره د لازیاتې مرستې غوښتنه وکړه: هغه زیاته کړه: کله چې د پاره چنار خلکو په خپل لګښت سره د امنیت د تامینولو دنده په غاړه لرله او یو ساتندویه ارګان یې جوړ کړی و چې پکښې کار کونکو کسانو ته به یې حقوق او تنخواګانې هم د خلکو لخوا له راغونډو شویو پیسو ورکولې کیدې، دا ډول چاودنې نه وې خو له کله نه چې حکومت د یاد ارګان د فعالیت مخه ونیوله او د امنیت کار یې حکومتی ملیشه ځواک ته سپارلی، نو د پاره چنار امنیت په خرابیدو شوی دی.
ابرار جان همداشان وویل: له ۲۰۰۷ کال راهیسې پاسه کرمه ایجنسی او پاړه چنار د دښمنانو او د پاکستان په لشکر جنګوی او همداشان په القاعدې او طالبانو پورې د اړوندو معلومو ترهګرو ډلو لخوا د حملو هدف ګرځیدلی خو د پاړه چنار او کرمې خلکو د خپلې سیمې ساتنه او دفاع کړې او د څه باندې دریو زرو ځوانانو او قربانیانو په ورکولو سره یې پرې نښودل چې ترهګر بره کرمه او پاړه چنار د ترهګرۍ په ځالې بدل کړی. د هغه په وینا، اوس دې هم دښمنان پوه شی چې د پاړه چنار او کرمې ایجنسۍ خلک د ترهګرو له دا ډول بزدلانه بریدونه نه ویریږی او د خپلې سیمې ساتنه کوی شی.
د پاړه چنار دغه سیاسی او ټولنیز فعال همداشان په معترضانو باندې د حکومتی ځواکونو د ډزو په غندلو سره هم وویل: د پاکستان د اساسی قانون له مخې خلک په ظلم باندې د سوله ایز اعتراض حق لری، نو په دې وجه د غور ځاې دی چې حکومتی ځواکونو ولې په سوله ایزو مظاهره چیانو ډزې وکړې.
د ویلو ده چې د روان میلادی کال د جنورۍ په ۲۱ نیټه هم د پاړه چنار په سبزی منډۍ کښې یوه چاودنه شوې وه چې پکښې ۲۵ کسان وژل شوی او له څلویښتو زیات زخمی شوی وو او مسئولیت یې د پاکستان د طالبانو ډلې په شهریار محسود څانګې پورې اړوندې ترهګرې ډلګۍ او لشکر جنګوی العالمی په غاړه اخیستی و. همداشان د ۲۰۱۵ کال په دسمبر میاشت کش هم همدغې ډلې په پاړه چنار کښې په کړی جنایت کښې ۲۲ کسان وژلی وو.
د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف په شمول د دغه هیواد لوړرتبه حکومتی چارواکو د تیر په څیر د دې جنایت یوازې په غندلو او همداشان په تحقیقاتو او له ترهګرو سره په مبارزې باندې په ټینګار بسنه وکړه. حال دا چېکه د پاکستان حکومت، پوځ او استخباراتی ارګانونه که وغواړی نو د ترهګرو ډلو د هغو مشرانو له لارې چې له حکومت او نظام سره په رابطه کښې دی، ډیر په اسانه ترهګری ختمولی شی.
یوې خبرې سرچینې د دې پوښتنې په ځواب کښې چې ولې پاړه چنار چې زیاتره اوسیدونکی یې شیعه مسلمانان دی، بیابیا د تکفیریانو لخوا د ترهګرو بریدونو هدف ګرځی؟ ویلی دی: ترهګر د پاکستان په حکومتی نظام او استخباراتو کښې یوشمیر ملاتړی لری چې د سعودی عربستان لخوا یې مالی او فکری پالنه کیږی.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*