د پاړه چنار د چاودنې د مړو شمیر ۲۴ ته ورسید
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i44072-د_پاړه_چنار_د_چاودنې_د_مړو_شمیر_۲۴_ته_ورسید
د پاکستان د خیبرپښتونخوا صوبې د کرمې ایجنسۍ په مرکز پاراچنار کښې د مرکزی امام بارګاه په دروازه کښې چاودنه شوې چې پکښې تراوسه ۲۴ تنه وژل شوی او ۷۰ زخمی شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 31, 2017 11:00 Asia/Kabul
  • د پاړه چنار د چاودنې د مړو شمیر ۲۴ ته ورسید

د پاکستان د خیبرپښتونخوا صوبې د کرمې ایجنسۍ په مرکز پاراچنار کښې د مرکزی امام بارګاه په دروازه کښې چاودنه شوې چې پکښې تراوسه ۲۴ تنه وژل شوی او ۷۰ زخمی شوی دی.

د کرمې ایجنسۍ د پولیټیکل انتظامیې او په پاراچنار کښې زمونږ د خبریال د معلوماتو له مخې یاده زوروه چاودنه په موټر کښې د ایښودل شویو چاودونکو توکو په وسیله شوې چې له امله یې د خواوشا ګڼو ګاډو او دکانونو ته سخت زیان رسیدلی دی. په وژل شویو کښې یوه ښځه او دوه ماشومان هم شامل دی او د شلو زخمیانو حالت ډیر بد رپورټ شوی چې ممکنه ده د مړو شمیر لازیات شی.

له چاودنې امنیتی او پوځی ځواکونو سیمه کلابنده کړې او زخمیان روغتونونو ته رسول شوی دی. د پاراچنار په ټولو طبی مرکزونو او روغتونونو کښې او همداشان د پیښور په حیات آباد میډیکل کمپلکس او لیډی ریډینګ هسپتال کښې بیړنی حالت اعلان شوی دی.

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د پاراچنار ترهګره چاودنه سخته غندلې او له غمجنو کورنیو سره یې خواخوږی ښودلې ده.

له بلې خوا د پاکستان مجلس وحدت مسلمین ګوند هم د پاراچنار د مرکزی امامباړې په وره کښې شوې چاودنه وغندله او د نواز شریف حکومت یې د ترهګرو ډلو د حملو په مخنیوی کښې په ناکامۍ تورن کړ.

د پاراچنار د شیعه مسلمانانو خلاف دا چاودنه د جمعې د لمانځه لپاره د هغوی د تګ پر مهال شوې ده. د دې حملې پړه لا چا نه ده منلې خو کابو دوه میاشتې مخکښې د پاراچنار په سبزی منډۍ کښې د شوې چاودنې پړه لشکر جنګوی العالمی ترهګرې ډلې منلې وه چې پکښې کابو ۲۵ تنه شیعیان وژل شوی او نزدې پنځوس نور زخمی شوی وو.