جماعت الاحرار ترهګرې ډلې د پاړه چنار د پیښې پړه ومنله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i44076-جماعت_الاحرار_ترهګرې_ډلې_د_پاړه_چنار_د_پیښې_پړه_ومنله
د پاکستان له طالبانو بیلې شوې جماعت الاحرار ډلګۍ د پاړه چنار د ننۍ ترهګرې چاودنې مسئولیت ومنه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 31, 2017 11:43 Asia/Kabul
  • جماعت الاحرار ترهګرې ډلې د پاړه چنار د پیښې پړه ومنله

د پاکستان له طالبانو بیلې شوې جماعت الاحرار ډلګۍ د پاړه چنار د ننۍ ترهګرې چاودنې مسئولیت ومنه.

د ایرنا د خبر له مخې د پاکستان د طالبانو له ډلې یوې بیلې شوې څانګې جماعت الاحرار، پاکستانی رسنیو ته د یو ویډیو پیغام په ورلیږلو سره وویل چې په پاړه چنار کښې د مرکزی امامباړې مخې ته شوې ننی ترهګره چاودنه دې ډلې کړې ده.

په دغه چاودنه کښې چې نن غرمه د پاړه چنار ښار په مینځ کښې وشوه، ۲۴ تنه شیعه مسلمانان وژل شوی او ۷۰ نور زخمی شوی دی.