پاکستان د سوریې د ملی حاکمیت ملاتړ وکړ
په سوریه کښې د پاکستان سفیر د دغه هیواد له ملی واکمنۍ او د خاورې له یووالی د اسلام آباد په ملاتړ ټینګار کړ.
ایرنا لیکلی چې په سوریه کښې د پاکستان سفیر اطهر حسین بخاری په دې خبرې سره چې اسلام آباد هرډول ترهګری غندی، اعلان وکړ: د سوریې او پاکستان دوستانه او ورورولیزې اړیکې د تاریخ په ژورو کښې جرړه لری.
هغه د ملګرو ملتواو د اسلامی ملګرتیا موسسې په منشور او له ټولو ګاونډی هیوادونو سره د مناسبو اړیکو د ټینګولو لپاره په هلوځلو باندې د پاکستان پابندۍ ته په اشارې سره وویل چې د دغه هیواد کورنی او بهرنی سیاست د په نړیواله ټولنه کښې د فعال رول لوبونې او د ولس د اړتیاو د پوره کولو په چوکاټ کښې انځور شوی دی.
په سوریه کښې د پاکستان سفیر هیله وښودله چې د آستانه او جنیوا خبرې اترې نتیجه ورکړی او د سوریې د ولس اهداف د سیاسی خبرواترو له لارې پوره شی.