راحیل شریف دې د یمنی ضده ائتلاف له قومندانۍ تیر شی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i44086-راحیل_شریف_دې_د_یمنی_ضده_ائتلاف_له_قومندانۍ_تیر_شی
د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومی منشی په یو لیک کښې د دغه هیواد د پوځ له پخوانی قومندانه وغوښتل چې د یمن خلاف د عربستان د جوړ کړی ائتلاف له قومندانۍ ډډه وکړی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 31, 2017 13:22 Asia/Kabul
  • راحیل شریف دې د یمنی ضده ائتلاف له قومندانۍ تیر شی

د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین عمومی منشی په یو لیک کښې د دغه هیواد د پوځ له پخوانی قومندانه وغوښتل چې د یمن خلاف د عربستان د جوړ کړی ائتلاف له قومندانۍ ډډه وکړی.

علامه ناصر عباس جعفری په دغه لیک کښې ټینګار کړی چې له ترهګرۍ سره تش د نامې دغه ائتلاف د مسلمانانو د وحدت خلاف دی او نه یوازې د اسلامی هیوادونو ترمینځ د اختلاف سبب کیږی بلکې د امریکې او اسرائیلو د خوشالو سبب هم ګرځی.

هغه وویل: پاکستان له سیاسی او فرقه ایزو ستونزو او اختلافاتو سر مخامخ دی او که راحیل شریف د دغه اسلامی ضده ائتلاف قومندانی ومنی نو په پاکستان کښې به مذهبی اختلافات لا زیات شی.

د ویلو ده چې د پاکستان حکومت په دې وروستیو کښې د یمن خلاف د سعودی د جوړ کړی ائتلاف لپاره د راحیل شریف له قومندانۍ سره موافقه کړې ده.