پاکستان دې ځان د عربستان په جنایتونو کښې نه شریکوی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i44088-پاکستان_دې_ځان_د_عربستان_په_جنایتونو_کښې_نه_شریکوی
د پاکستان یو دینی عالم ټینګار وکړ چې د دغه هیواد د پوځ د پخوانی قومندان لخوا د یمن خلاف د عربستان د جوړ کړی ائتلاف د قومندانۍ قبلول د پاکستان د ملی ګټو خلاف دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 31, 2017 13:25 Asia/Kabul
  • پاکستان دې ځان د عربستان په جنایتونو کښې نه شریکوی

د پاکستان یو دینی عالم ټینګار وکړ چې د دغه هیواد د پوځ د پخوانی قومندان لخوا د یمن خلاف د عربستان د جوړ کړی ائتلاف د قومندانۍ قبلول د پاکستان د ملی ګټو خلاف دی.

مولانا قاری عبدالرحمان نورزی مونږ ته په یوه مرکه کښې وویل: له ترهګرۍ سره د تش په نامه مبارزې د قومندانۍ لپاره د راحیل شریف د ټاکلو سره د پاکستان د پارلیمان فیصله د پاکستان د ولس له روحیاتو سره په تضاد کښې او د هغوی سپکاوی دی.

هغه د یمن، عراق او شام په شمول د زرهاو بیګناه خلکو په وژله کښې د آل سعود رول ته په اشارې سره وویل: په داشان حالاتو کښې پاکستان له نه دې پکار چې ځان د دغه رژیم په جنایتونو کښې شریک کړی.

نورزی صیب زیاته کړه: په داسې حال کښې چې امریکا زیاتره اسلامی هیوادونه د بشری حقوقو په خلاف ورزۍ تورنوی، د یمن په جنګ کښې د عربستان د ځپونکو عملیاتو او تیریو او د دغه هیواد د بیګناه مسلمانانو د وژلو په وړاندې یې ولې خوله ګنډلې او په دې لړ کښې د ریاض پوځی او مالی ملاتړ کوی؟

د کویټې د سفیر جامع جومات خطیب څرګنده کړه: راحیل شریف د امریکې، اسرائیلو او سعودی واکمنانو د خدمت لپاره د دغه اسلامی ضده ائتلاف قومندانی قبوله کړې ده او په تمه دی چې په بل کښې به یې واشنګټن او ریاض مالی ملاتړ وکړی.