په پاکستان کښې د طالبانو مشهور قومندان وژل شوی دی
Mar 31, 2017 13:34 Asia/Kabul
د پاکستان پوځ په یوه بیانیه کښې د جنوبی وزیرستان په قبایلی سیمه کښې د دغه هیواد له امنیتی ځواکونو سره په نښته کښې د طالبانو د یو قومندان د وژل کیدو خبر ورکړ.
د پاکستان د پوځ ویاند آصف غفور وویل: د محمود الحسن الیاس خواجه مدنی په نامه د طالبانو یو لوړرتبه قومندان سره د هغه د یو ملګری د سویلی وزیرستان له جنډوله ښارګی سره نزدې د پاکستانی ځواکونو د تعقیب په عملیاتو کښې ووژل شو.
ویل کیږی چې د طالبانو دغه قومندان له افغانستان سره په ګډه پوله کښې د جنوبی وزیرستان په ځینو سیمو کښې فعالیت کوه.
د پاکستان پوځ همداشان په یوه خبرپاڼه کښې ویلی چې په یادو عملیاتو کښې یوه اندازه وسله او جنګی سازوسامان هم نیول شوی دی.