په پاکستان کښې ترهګرۍ ضده مظاهرې
د پاکستان په زرګونو خلکو پرون د پاراچنار په شیعه میشته سیمه کښې پر خونړی ترهګرې حملې په اعتراض کښې مظاهرې کړی.
زمونږ خبریال راپور راکوی،د پاراچنار،لاهور،کراچی،ملتان،کویټه او راولپنډی په شمول د بیلا بیلو ښارونو په زرګونو خلکو د مظاهرو په جوړولو سره د پاراچنار ښار د شیعیانو په وینو لوغړولو کښې د ترهګرو پرونی جنایت په کلکه وغانده.
په دغو مظاهرو کښې د علامه مرزا یوسف حسین،علامه عابد حسین الحسینی او علامه مبارک موسوی په شمول ګڼ شمیر عالمانو ګډون درلوده او په خپلو ویناو کښې یې د تکفیری ډلګیو پر ضد د عملیاتو په تر سره کولو کښې د نواز شریف حکومت نه جدی توب د داسې جنایتونو د تکراریدا لامل وباله او آمریکا،اسراییل او سعودی عربستان یې د تکفیری ډلګیو اصلی ملاتړی او د سیمې او پاکستان د ناامنیو او بې ثباتی لاملونه بیان کړل.
دغو عالمانو وویل:د اسلام آباد دولت له آمریکا،صهیونیسټ رژیم او عربستانه د ویرې په خاطر د تکفیری ډلګیو پر ضد کوم اقدام نه کوی.