په پاکستان کښې د ترهګرۍ د نه ختمیدو علت
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i44152-په_پاکستان_کښې_د_ترهګرۍ_د_نه_ختمیدو_علت
د رارسیدلو خبرونو له مخې د پاکستان د کرمې ایجنسۍ په مرکز پاړه چنار کښې د وړمې ورځې په ترهګره چاودنه کښې یو بل زخمی شوی کس مړ شو چې ورسره د شهیدانو شمیر ۲۸ ته ورسید او د لازیاتیدو احتمال یې هم شته دی ځکه چې د نورو شلو زخمیانو حال ډیر خراب دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 02, 2017 09:00 Asia/Kabul
  • په پاکستان کښې د ترهګرۍ د نه ختمیدو علت

د رارسیدلو خبرونو له مخې د پاکستان د کرمې ایجنسۍ په مرکز پاړه چنار کښې د وړمې ورځې په ترهګره چاودنه کښې یو بل زخمی شوی کس مړ شو چې ورسره د شهیدانو شمیر ۲۸ ته ورسید او د لازیاتیدو احتمال یې هم شته دی ځکه چې د نورو شلو زخمیانو حال ډیر خراب دی.

دا ځل په پاړه چنار کښې د شوی جنایت پړه جماعت الاحرار ترهګرې ډلګۍ منلې ده. کابو درې میاشتې مخکښې په جنورۍ میاشت کښې د پاړه چنار په سبزی منډۍ کښې د شوې چاودنې پړه د پاکستان د طالبانو د یوې بلې ترهګرې ډلګۍ په ملتیا، لشکر جهنګوی العالمی په غاړه اخیستې وه. په غه چاودنه کښې د پاړه چنار ۲۵ تنه مظلوم شیعیان وژل شوی او کابو پنځوس نور زخمی شوی وو.

د پاکستان حکومت مدعی دی چې جماعت الاحرار ډله له هندوستان څخه کنټرولیږی او پټن ځایونه یې په افغانستان کښې دی. خو پوښتنه دا ده چې دغه ترهګر د افغانستان له پولې څخه چې د پاکستان د پوځ ترسختې څارنې لاندې ده، دغه هیواد ته اوړی او سره له وسلو او چاودونکو توکو د پاړه چنار په شان ښار ته چې تر سختو امنیتی تابیاو لاندې دی یا د کراچۍ، لاهور، پیښور او کویټې په شان د پاکستان نورو ښارونو ته رسیږی؟ د پاکستان په عامه افکارو کښې دا پوښتنه هم راځی چې د ترهګرۍ د مونډ ایستلو په لړ کښې د دغه هیواد د پوځ له ډول ډول عملیاتو باوجود چې د ترهګرۍ د ملا ورماتولو ادعا هم کوی، ترهګر ولې همهغه شان موجود او مضبوط دی؟

په شمالی وزیرستان کښې د ضرب عضب په نامه د پاکستان د پوځ له ترټولو اوږدو عملیاتو وروسته چې د ۲۰۱۴ کال د جون له پنځلسمې نیټې پیل شول او د روان ۲۰۱۷ کال تر وړومبیو یې دوام درلود، د پاکستان پوځ او حکومت ادعا وکړه چې د ترهګرو ملا ماته شوې ده خو د ترهګرۍ هغې نوې څپې چې کابو یوه نیمه میاشت مخکښې د پاکستان په څلورو صوبو کښې راپورته شوه، وښودله چې د پاکستان د پوځ او حکومت ادعا سمه نه وه او د ترهګرۍ له زیاتیدو وروسته د هغې د ختمولو په نوم په ټول پاکستان کښې ردالفساد نومی عملیات پیل شول خو ترهګر د خپل پروګرام مطابق همهغه شان فعال دی او هره څه موده پس بیګناه خلک په تیره بیا شیعیان وژنی.

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف څه موده مخکښې په لاهور کښې د جامعه نعیمیه په نوم دینی مدرسې ته لاړ او هلته په کړې وینا کښې یې له علماو وغوښتل چې یوه داسې نوې نظریه یا فتوا صادره کړی چې د ترهګرۍ تفکر رد کړی او د ترهګرۍ خلاف وی. د نواز شریف د دې خبرې معنا خو دا کیدی شی چې د پاکستان حکومت له پوځی لارې ناکامه شوی او اوس یې عالمانو ته پناه وړې ده او له هغوی یې له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې مرسته غوښتې ده. نو بس د وزیراعظم له نظره که د علماو په فتوا سره د ترهګرۍ مخه نیول کیدی شی نو آیا دغه ترهګر چې مذهبی جامه لری او د دینی مدرسو د علماو خبره منی، نو بیا په یو وخت له هندوستان څخه څنګه کنټرولیږی؟ پر دې سربیره، آیا د پاکستان عالمان داسې فتوا یا نظریه صادرولی شی چې په دغه هیواد کښې د ترهګرۍ د بندیدو سبب شی؟ او آیا د پاکستان حکومت د زړه له کومې غواړی چې په دغه هیواد کښې ترهګری ختمه شی؟ او که غواړی نو آیاد دې کار د کولو توان لری؟ د دې پوښتنو په ځواب کښې باید ووایو چې وزیراعظم نواز شریف چې د مظلومو خلکو پر ځاې زیاتره د خپل حکومت او مال حال د ساتنې په فکر کښې دی، نه یوازې حکومت یې ظاهری او کاغذی دی او تر پردې شاته د اصلی حکومت په وړاندې نه شی دریدلی بلکې هر ځل چې انتخابات کیږی، واکمن مسلم لیګ نواز ګوند د همدې ترهګرو ډلګیو په لاس معاملات ترسره کوی او په انتخاباتو کښې د یو بل ملاتړ کوی. په دې وجه د پاکستان ظاهری یا سیاسی حکومت د ترهګرۍ خلاف هیڅ نه شی کولی او ترهګر د حکومت لخوا بې غمه دی. د پاکستان د پردې شاته اصلی حکومت چې د دغه هیواد د پوځ او د استخباراتی ادارې آئی، ایس، آئی په لاس کښې دی، په حقیقت کښې په هیواد کښې د ترهګرو ډلو جوړونکی دی او اوس هم دغه ترهګرې ډلګۍ د هند، افغانستان او حتی د ځینو نورو هیوادونو خلاف سټراټیجکه پانګه ګڼی. دغه ترهګرې ډلګۍ چې د پاکستان د پوځ لخوا د مختلفو عملیاتو په ترسره کیدو سره یې مونډ نه دی وتلی او خپلو جنایتونو ته په دوام ورکولو توانیدلې دی، وجه یې د پاکستان په حکومتی نظام کښې دننه پیاوړې اډانه ده چې نن سبا نړیواله ټولنه هم په کار ښه پوه شوې ده.

د ۲۰۱۶ کال په وروستیو کښې په هغه محرمانه غونډه کښې چې د پاکستان د حکومتی او پوځی چارواکو ترمینځ ترسره شوه، په امریکا کښې د پاکستان اوسنی سفیر چودری اعزاز احمد چې هغه وخت د دغه هیواد د خارجه وزارت مرستیال و، د پوځ او آیی، ایس، آیی مشرانو ته په ډاګه ویلی وو چې لویدیځ ته یې په کړی سفر کښې اروپایی هیوادونه د ترهګرۍ په لړ کښې له پاکستانه سخت شکایت لری. د آیی، ایس، آیی د هغه وخت مشر وویل: له ترهګرو سره ولې سخت چلند نه کیږی؟ نو په دغه غونډه کښې موجود د پنجاب صوبې اعلی وزیر شهباز شریف ورته په ځواب کښې وویل: هر کله چې له ترهګرو سره سخت چلند کیږی، پوځ او آیی، ایس، آیی د هغوی پره او مرسته کوی چې دا خبره بیا په رسنیو کښې هم راغله او دې کار د پوځ مشران سخت غصه کړل او له حکومته یې وغوښتل چې د دې موضوع د رسانه ای کونې عامل پوځ ته وروښئی. نو وزیراعظم نواز شریف د پوځ د پخلا کولو لپاره د خپلې کابینې د اطلاعاتو او کلتور وزیر قربانی او له کاره څنګته کړ.

په پاکستان کښې په روانه ترهګرۍ کښې البته د سعودی عربستان په رول هم سترګې نه دی پټول پکار ځکه چې ترهګرې ډلې د پاکستان د ځنیو امنیتی کړیو په غږملتیا سره د عربستان لخوا د مالی او فکری نظره پالل کیږی.