د افغانستان له خاورې د پاکستان په کرمې ایجنسۍ توغندوی بریدونه وشول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i44156-د_افغانستان_له_خاورې_د_پاکستان_په_کرمې_ایجنسۍ_توغندوی_بریدونه_وشول
د افغانستان له پکتیا ولایت څخه د پاکستان پر کرمې ایجنسۍ څلور توغندی لګیدلی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 02, 2017 10:16 Asia/Kabul
  • د افغانستان له خاورې د پاکستان په کرمې ایجنسۍ توغندوی بریدونه وشول

د افغانستان له پکتیا ولایت څخه د پاکستان پر کرمې ایجنسۍ څلور توغندی لګیدلی دی.

زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د افغانستان له پکتیا ولایت څخه د پاکستان د کرمې ایجنسۍ په مختلفو سیمو باندې څلور توغندوی بریدونه شوی دی.

خبر زیاتوی چې په دغو توغندیو کښې دوه د پاړه چنار په شینګک کلی لګیدلی چې له امله یې یو دکان ته زیان رسیدلی دی. یو توغندی هم د للمی کلی په ادیرې لګیدلی او څلورم توغندی کچکینه کلی ته څیرمه په یوه دشته کښې لویدلی دی.

په دغو توغندویو بریدونو کښې چا ته د مرګ ژوبلې اوړیدو خبر نه دی ترلاسه شوی.

دا وړومبی ځل دی چې د افغانستان له خاورې د پاکستان په کرمه ایجنسۍ دا ډول بریدونه کیږی او تراوسه یې علت او موخه هم نه ده معلومه شوې.