د افغانستان له خاورې د پاکستان په کرمې ایجنسۍ توغندوی بریدونه وشول
Apr 02, 2017 10:16 Asia/Kabul
د افغانستان له پکتیا ولایت څخه د پاکستان پر کرمې ایجنسۍ څلور توغندی لګیدلی دی.
زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د افغانستان له پکتیا ولایت څخه د پاکستان د کرمې ایجنسۍ په مختلفو سیمو باندې څلور توغندوی بریدونه شوی دی.
خبر زیاتوی چې په دغو توغندیو کښې دوه د پاړه چنار په شینګک کلی لګیدلی چې له امله یې یو دکان ته زیان رسیدلی دی. یو توغندی هم د للمی کلی په ادیرې لګیدلی او څلورم توغندی کچکینه کلی ته څیرمه په یوه دشته کښې لویدلی دی.
په دغو توغندویو بریدونو کښې چا ته د مرګ ژوبلې اوړیدو خبر نه دی ترلاسه شوی.
دا وړومبی ځل دی چې د افغانستان له خاورې د پاکستان په کرمه ایجنسۍ دا ډول بریدونه کیږی او تراوسه یې علت او موخه هم نه ده معلومه شوې.