پاکستان په کشمیر کښې د هندوستان ډزې وغندلې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i44174-پاکستان_په_کشمیر_کښې_د_هندوستان_ډزې_وغندلې
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د کشمیر په کنټرول لاین کښې د هندی پوځیانو ډزې وغندلې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 02, 2017 12:18 Asia/Kabul
  • پاکستان په کشمیر کښې د هندوستان ډزې وغندلې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د کشمیر په کنټرول لاین کښې د هندی پوځیانو ډزې وغندلې.

د پاکستان خارجه وزارت په یوه خبرپاڼه کښې اعلان وکړ چې د کشمیر کنټرول لاین په چری کوټ سیمه کښې د هندی ځواکونو په ډزو کښې یو پاکستانی ښاریز زخمی شو.

هند او پاکستان تل یو بل د کشمیر په کنټرول لاین کښې د اوربند په خلاف ورزۍ تورنوی.

د اوربند د خیال ساتنې لپاره د ۲۰۰۳ کال له موافقې سره سره د کشمیر په کنټرول لاین کښې د هندی او پاکستانی پوځیانو ترمینځ د ډزو تبادله دوام لری.