پاکستان په کشمیر کښې د هندوستان ډزې وغندلې
Apr 02, 2017 12:18 Asia/Kabul
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د کشمیر په کنټرول لاین کښې د هندی پوځیانو ډزې وغندلې.
د پاکستان خارجه وزارت په یوه خبرپاڼه کښې اعلان وکړ چې د کشمیر کنټرول لاین په چری کوټ سیمه کښې د هندی ځواکونو په ډزو کښې یو پاکستانی ښاریز زخمی شو.
هند او پاکستان تل یو بل د کشمیر په کنټرول لاین کښې د اوربند په خلاف ورزۍ تورنوی.
د اوربند د خیال ساتنې لپاره د ۲۰۰۳ کال له موافقې سره سره د کشمیر په کنټرول لاین کښې د هندی او پاکستانی پوځیانو ترمینځ د ډزو تبادله دوام لری.