پاکستان له ویسټ انډیزه شل اوریزه لوبه او لړۍ وګټله
Apr 03, 2017 02:02 Asia/Kabul
پاکستان د شل اورویز لوبو په آخری لوبه کې ویسټ انډیز ته په ماته ورکولو سره دغه لړۍ درې په یو وګټله .
په پورټ آف سپین کې په څلورمه شل اوریزه یا ټی ټوینټی لوبه کې ویسټ انډیز اول بیټنګ وکړ او د اتو ویکټو په سوزیدو سره یې ۱۲۷ منډې جوړې کړې .
په ځواب کې د پاکستان ټیم په نولس اورونو کې دغه سکور برابر کړ او په اوو ویکټو سره یې لوبه وګټله.
احمد شهزاد تر ټولو زیاتې درې پنځوس منډې جوړې کړې . په دغه لوبه کې حسن علی او شاداب خان دوه دوه ویکټې واخستې او حسن علی د لوبې غوره لوبغاړې وبلل شو.