اسلام آباد د عربستان چم نه دی
د پاکستان د سنی اتحاد کونسل مشر ټینګار وکړ چې عربستان به د اسلام آباد پرځاې فیصلې کولو ته پرې نږدی.
زمونږ خبریال وایی صاحب زاده حامد رضا پرون د سند صوبې په مرکز کراچۍ ښار کښې وویل: پاکستان د عربستان انګړ نه دی او د دې هیواد خلک ریاض نه پریږدی چې خپلې ناروا غوښتنې په پاکستان وروتپی او په کورنیو چارو کښې دخالت وکړی.
هغه زیاته کړه: د یمن خلاف د عربستان جوړ کړی ائتلاف په حقیقت کښې د اسلامی هیوادونو ائتلاف نه دی بلکې دغه ائتلاف د آل سعود کورنۍ د ګټو لپاره دی څو د ریاض لاسونه د یمن، سوریې او عراق په شمول د بیګناه مسلمانانو په وینو لازیات ککړ شی.
د پاکستان د سنی اتحاد شورا مشر وویل: د اسلام آباد حکومت دې په خپلې نه سنجول شوې او غلطې فیصلې سره له ایران سره خپلې اړیکې نه خرابوی ځکه چې ایران د پاکستان یو ښه دوست او ګاونډی دی او خلک به هیڅکله د نواز شریف حکومت د عربستان په ائتلاف کښې شاملیدو ته پرې نږدی.