له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنیدو لړۍ بیا پیل شوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i44238-له_پاکستانه_د_افغان_کډوالو_د_ستنیدو_لړۍ_بیا_پیل_شوه
له پاکستان څخه د افغان کډوالو د خپلې خوښې ستنیدو بهیر چې له څه مودې راهیسې بند شوی و، د بلوچستان او خیبرپښتونخوا له سرحدی لارو بیا پیل شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 03, 2017 11:17 Asia/Kabul
  • له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنیدو لړۍ بیا پیل شوه

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د خپلې خوښې ستنیدو بهیر چې له څه مودې راهیسې بند شوی و، د بلوچستان او خیبرپښتونخوا له سرحدی لارو بیا پیل شوی دی.

د ایرنا د خبر له مخې په پاکستان کښې نن سبا کابو دیارلس لکه افغان ښاریز په قانونی توګه او شپږ لکه په غیرقانونی ډول شتون لری.

پاکستان، افغانستان او د کډوالو په چارو کښې د ملګرو ملتو لوړې کمشنرۍ د روان میلادی کال تر پاې پورې په پاکستان کښې د افغان کډوالو د شتون له دوام سره موافقه کړې ده.