دافغانستان اوپاکستان په پولوکې دترهه ګرۍپه ضد دمبارزې لپاره ملګرتیا اړینه ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i44252-دافغانستان_اوپاکستان_په_پولوکې_دترهه_ګرۍپه_ضد_دمبارزې_لپاره_ملګرتیا_اړینه_ده
زمونږخبریال د ډان نیوز انټرنیټی سایټ له قوله راپورراکړ په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال نن په بهرنیو چارو کې د پاکستان دلومړی وزیر ځانګړی سلاکار طارق فاطمی سره لیده کاته کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 03, 2017 14:39 Asia/Kabul
  • دافغانستان اوپاکستان په پولوکې دترهه ګرۍپه ضد دمبارزې لپاره ملګرتیا اړینه ده

زمونږخبریال د ډان نیوز انټرنیټی سایټ له قوله راپورراکړ په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال نن په بهرنیو چارو کې د پاکستان دلومړی وزیر ځانګړی سلاکار طارق فاطمی سره لیده کاته کړی دی .

پاکستان د خارجه وزارت له خوا په یوې صادرې شوی اعلامیې کې  ویل شوی دی  په دغې کتنې کې   طارق فاطمی  ټینګار کړی ،  چې  کرارې  اوسیاسی خبرې اترې  دافغانستان دشخړې  غوره حل لاره ده .

  هغه   په  افغانستان دسولې  دبهیر په باب  دپاکستان دهلوځلو  یادونه هم وکړه او وئې ویل ، پاکستان دافغان حکومت په  شتون  او دهغوی په مشرۍ  د دسولې دبهیر دخبرواترو بشپړ ملاتړ کوی . طارق فاطمی  دغه راز وویل ترهه ګری د دواړو هیوادونو  لپاره  یوه ګډه خطره  اوګواښ دی  او  له دغې سپیرې بلاسره   په مبارزې کې پکار دی دواړه هیوادونه سره ملګرتیا  وکړی .

په پاکستان  کې د افغانستان سفیر  غمر زاخیلوال  هم په دغې کتنې کې وویل ،  دغه شان مشترکو خطرو او  ګواښونو سره دمبارزې  اومقابلې لپاره  د دواړو هیوادونو  د اورګانونو ترمنیځ  داړیکو پیاوړتیا او غږملتیا  دورځې یو ضرورت دی .  په دغې کتنې کې هم داراز  دواړو لورو   دملګرتیاؤ دمکانزم  دپیاوړی کولو او   اجرا کولو باندې هم ټینګار وکړ  او دغه راز ئې  په پولو کې دترهه ګرۍاوترهه ګرو دفعالیتونو دمخنیوی لپاره اغیزمن پوله ایزې  پلانونې   مهمې وبللې .