له انګلستانه د پاکستان د پوځ د عمومی قومندان کتنه
د پاکستان د پوځ ستر قومندان په دغه څوکۍ د ټاکل کیدا په خپل څلورم بهرنی سفر کښې د انګلستان پلازمینې لندن ته ولاړ.
د پاکستان د پوځ عمومی اړیکو اعلان وکړ:جنرال قمر جاوید باجوا،له انګلستانه په خپلې درې ورځینی کتنې کښې د دغه هیواد له جګپوړو سیاسی او پوځی چارواکو سره کتنې او خبرې اترې وکړی.
د پاکستان د پوځ عمومی قومندان پر دغه څوکۍ په ګومارل کیدا پسې په تر پینځو میاشو کمه موده کښې عربستان،قطر او چین ته سفرونه کړی او دا یې څلورم بهرنی سفر دی.جنرال باجوا د تیر کال په نومبر میاشتې کښې په داسې شرایطو کښې د پاکستان د ترټولو قدرتمن اورګان مسُولیت پر غاړه واخیسته چې د دغه هیواد پوځ او پوځی استخباراتی ادارې ته په بیلا بیلو ښارونو کښې د ترهګرو ډلګیو له لوری پراخ کړکیچن اقدامات ورپیښ شوی او په قبایلی سیمو کښې په ۲۰۱۴ م کال کښې پیل کړی شوی ضرب عضب پوځی عملیاتو دومره بریاوې نه درلودې.د پوځ په عمومی قومندانی د جنرال باجوا په ټاکل کیدا پسې په تیرې فرورۍ میاشت کښې په درست پاکستان کښې له ترهګرۍ سره د مقابلې په موخه ردالفساد نومی پوځی عملیات پیل کړای شول.
د پاکستان د پوځ عمومی قومندان،له افراط پالنې او ترهګرۍ سره د مقابلې د ماموریت د اجرا کولو او د خپل مسلکی موقعیت او ځایګې د ساتنې لپاره پر قانونی مسُولیت سربیره مالی سرچینو او پوځی تجهیزاتو ته ډیره اړتیا لری ځکه خو هڅه کوی چې د عربستان او قطر په شمول ځینو هیوادونو ته په سفر کښې د خپلې اړتیاوړ ځینې مالی سرچینې برابرې کړی.
دا نظر هم مطرح کیږی چې د چین او انګلستان په څیر له هیوادونو د پاکستان د پوځ د عمومی قومندان کتنه هم چې د پوځی تجهیزاتو په برخه کښې پرمختللی ټیکنالوجی لری،له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د پوځی ټیکنالوجیو او وسله ایزو مرستو د جلبولو په موخه شوی.
پاکستان چې ځان د ترهګرۍ ستر قربانی هیواد ګڼی له ځینو هیوادونو په تیره بیا د ملګرو ملتو د امنیت شورا له دایمی غړیو دا تمه لری له ترهګرۍ سره په مقابله کښې له اسلام آباد سره جدی او اغیزمنه مرسته وکړل شی.د پاکستان حکومت او پوځ له افراط پالنې او ترهګرۍ سره په مبارزه کښې ورسره د نړیوالې ټولنې د مرستې د اړتیا په ګوته کولو سره ادعا کوی چې پاکستان له ترهګرۍ سره د مقابلې اصلی جبهه ده او که چیرې نړیواله ټولنه له ترهګرۍ سره د مبارزې په لړ کښې له اسلام آباد سره مرسته ونه کړی نو په سیمه کښې او له سیمې ورهاخوا د ترهګرۍ د پراختیا خطر ډیر جدی دی.په هر حال د پاکستان د پوځ ستر قومندان په خپل څلورم بهرنی سفر کښې انګلستان ته لاړ څو له ترهګرۍ سره په مبارزه په تیره بیا په رد الفساد عملیاتو کښې له اسلام آباده د لندن د ملاتړ د جلبولو تر څنګ یوځل بیا په افغانستان جنګ کښې د آمریکا او ناټو د رول په کمیدا او جنګی ماموریت په ختمیدا پسې په سیمه کښې له افراط پالنې سره مقابلې ته د لویدیځ د بې پامی له خطره د لندن چارواکی خبر کړی.لکه څنګه چې له لندن چارواکو سره په کتنو کښې یې وویل:په افغانستان کښې امنیت د ټولو په ګټه ده او د پاکستان او افغانستان تر مینځ د ګډو پولو امنیت او کنټرولول د دواړو هیوادونو لپاره ډیر اهمیت لری او دا له ترهګرۍ سره د مقابلې په لړ کښې یوه اړینه چاره ده.