د پاکستان دټرانزیټی شیانو اوورګاډی ایران ته رسیدلی .
-
له دغه باري اوورګاډي په استفادې سره هر کال یو میلیون ټنه کرهڼیز محصولات قزاقستان ته وړل کیږي.
زمونږخبریال وایی د ایران د سیستان او بلوچستان د والی د پولیسو او دامنیتی چارو مرستیال علی اصغر شکاری زاهدان ته د پاکستان د ټرانزیټی شیانو د لومړی اوورګاډی د رارسیدا په دستورو کښې د دواړو هیوادونو داړیکو زوړوالی ته په اشارې سره وویل په تیرو دوو(۲) کلونو کښې دایران او پاکستان رسمی سرحدونه پراخ شوی او له یوې(۱) سرحدی لارې دریو(۳)سرحدی لارو ته رسیدلی دی .
هغه وویل دایران او دپاکستان د موافقې پراساس به ددواړو هیوادونو د تجارتی اړیکو سویه په کال کښې له پینځه سوه(۵۰۰) میلیونه ډالرو څخه پینځه(۵) میلیارډه ډالروته ورسیږی .
دایران د سیستان او بلوچستان د والی د پولیسو او د امنیتی چارو مرستیال علی اصغر میر شکاری په دې خبرې سره چې روسیه د پاکستان لپاره ډیر ښه بازار دی وویل ایران دپاکستان لپاره مناسب ټرانزیټی بازار دی چې دپاکستان محصولات اوشیان په شلو(۲۰)ورځو کښې ماسکو ته ورسیږی .
دایران په سیستان او بلوچستان ولایت کښې د پاکستان سرکنسول محمد رفیع هم په دغو مراسمو کښې وویل نن دایران زاهدان ته د پاکستان د لومړی اوورګاډی په رسیدا سره چې قزاقستان ته ورځی دپاکستان او دقزاقستان د اړیکو د پیاوړتیا او ساتلو لپاره لومړنی ګام واخیستل شو او مونږ په راتلونکی کښې هم دپاکستان دشیانو د انتقال لپاره دایران له ډیرو لارو په تیره بیا له سمندری لارې استفاده کولای شو.
له دغه باری اوورګاډی په استفادې سره هر کال یو میلیون ټنه کرهڼیز محصولات قزاقستان ته وړل کیږی.