دپاکستان پوځ د نوازشریف په ګټه انتخابات پلان کړی وو.
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i44362-دپاکستان_پوځ_د_نوازشریف_په_ګټه_انتخابات_پلان_کړی_وو.
زمونږخبریال وایی دپاکستان دتحریک انصاف ویندوی نعیم الحق په یوې ټیلی ویژنې مرکې کښې ویلی وو ټاکل شوی وه دعمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند په ۲۰۱۳ میلادی کال انتخاباتو کښې شپیته (۶۰)فیصده څوکې وګټی خو د ځینو کړیولخوا د درغلې په وجه دغه انتخابات د نوازشریف په ګټه سر ته ورسول شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 04, 2017 15:52 Asia/Kabul
  • تحریک انصاف باید دپوځ دپخواني مشر کیاني  پرضد دڅرګندولو په خاطر بخښنه وغواړي .
    تحریک انصاف باید دپوځ دپخواني مشر کیاني پرضد دڅرګندولو په خاطر بخښنه وغواړي .

زمونږخبریال وایی دپاکستان دتحریک انصاف ویندوی نعیم الحق په یوې ټیلی ویژنې مرکې کښې ویلی وو ټاکل شوی وه دعمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند په ۲۰۱۳ میلادی کال انتخاباتو کښې شپیته (۶۰)فیصده څوکې وګټی خو د ځینو کړیولخوا د درغلې په وجه دغه انتخابات د نوازشریف په ګټه سر ته ورسول شول .

هغه په دغه مرکې کښې ویلی وو چې د پاکستان دپوځ پخوانی مشر جنرال اشفاق کیانی ، سعودی عربستان او امریکا  دنوازشریف په ګټه په دغو انتخاباتو کښې لاسوهنه کړی وه  .

خو د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان دخپل ګوند ویندوی نعیم الحق ته ویلی دی  دا خبره وکړی  چې دا د خپل نظر دی او دانتخاباتو دمسلې په اړه د تحریک انصاف نظر نه منعکسوی .

د پاکستان دتحریک انصاف ویندوی  نعیم الحق هم په یوې بیانیې کښې وویل په ټیلی ویژنې مرکې کښې  دپوځ دپخوانی مشر کیانی په اړه څرګندونې زما شخصی نظر دی او په هیڅ وجه دتحریک انصاف نظر نه دی .

دغه راز د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې مریم اورنګزیت هم وویل چې تحریک انصاف باید دپوځ دپخوانی مشر کیانی  پرضد دڅرګندولو په خاطر بخښنه وغواړی .