پاکستان وویل: د ایران په خلاف به اقدام ونکړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i44378-پاکستان_وویل_د_ایران_په_خلاف_به_اقدام_ونکړی
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال وویل چې هېواد به یې د هېوادونو ترمېنځ په تاوتریخوالی کښې د نه مداخلې په سیاست باندې ژمن پاتې شی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 05, 2017 03:20 Asia/Kabul
  • پاکستان وویل: د ایران په خلاف به اقدام ونکړی

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال وویل چې هېواد به یې د هېوادونو ترمېنځ په تاوتریخوالی کښې د نه مداخلې په سیاست باندې ژمن پاتې شی.

د مجازی رسنیو د اتحادیې د رپوټ له مخې د سعودی خودساخته ائتلاف په قوماندانۍ د یو پاکستانی پینشنی فوځی له ګمارلو څخه د ایران د اسلامی جمهوریت د ناراضګۍ له اعلانه وروسته پاکستان ویلی دی، دغه ائتلاف د هیڅ یو هېواد په خلاف نه دے او د ایران په خلاف به هیڅ ګام پورته نه کړې شی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال دې ټکی ته په اشارې سره چې هېواد به یې د هېوادونو ترمېنځ په تاوتریخوالی کښې د نه مداخلې په سیاست باندې ژمن پاتې شی تاکید وکړ چې هېواد یې له ایران سره ښه تعلقات لری او د دواړو هېوادونو په پولو کښې د هیڅ ډول اختلاف موجود نه دے.

ویل کیږی چې کېدې شی د پاکستان ځینې چارواکی له سعودی ائتلاف سره د دغه هېواد د یو ځاے کېدو د موضوع په اړه د خبرو اترو لپاره ایران ته سفر وکړی.