له پاکستانه د ټرانزېټی سامانونو وړومبنے رېل ګاډے ایران ته راورسېد
له پاکستانه د ټرانزېټی سامانونو وړومبنے رېل ګاډے پرون د ایران زاهدان ښار ته راورسېد
زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د ایران د سیستان او بلوچستان صوبې د ګورنر انتظامی امنیتی مرستیال علی اصغر میر شکاری زاهدان ته د دغه رېل ګاډی د داخلېدو په مراسمو کښې د ایران او پاکستان د تعلقاتو لرغونوالی ته په اشارې سره وویل: په تېرو دوو کلونو کښې د ایران او پاکستان رسمی پوله پراخه شوې ده.
میرشکاری زیاته کړه: د ایران او پاکستان د موافقې له مخې د دواړو هېوادونو تجارتی تعلقات به په کال کښې له پینځو سوو میلین ډالرو څخه پینځه میلیارډ ډالرو ته ورسیږی.
هغه د دې په بیانولو سره چې روسیه د پاکستان لپاره یو ښه بازار دے څرګنده کړه: ایران د پاکستان لپاره یوه ښه ټرانزېټی لاره ده چې سامانونه یې په شلو ورځو کښې ماسکو ته ورسی.
په سیستان او بلوچستان کښې د پاکستان سرکنسول محمد رفیع هم په دغو مراسمو کښې وویل: نن د پاکستان او قزاقستان د وړومبنی مال ګاډی په رسېدو سره د دواړو هېوادونو د تعلقاتو د لا مضبوطیه او ساتنې لپاره وړومبنے ګام اوچت کړے شو او په راتلونکو وختونو کښې به هم د ایران له لا زیاتو لارو په تېره بیا له سمندری لارې څخه د پاکستانی سامانونو د منتقلولو لپاره استفاده وکړې شوو.
له دغه مال ګاډی څخه په استفادې سره به په کال کښې یو میلین ټن کرهڼیز سامانونه قزاقستان ته وړل کیږی.